د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا کې بل ماشوم ګزڼ وهلی دی


د پولیو ضد کمپاین پخوانی عکس
د پولیو ضد کمپاین پخوانی عکس

د خیبرپښتونخوا په شانګله کې د پولیو مخنیوي ادارې چارواکي وايي چې هلته په یو ماشوم کې د ګزڼ یا پولیو رنځ ښکار شوی دی.

د دوي په وینا دا ماشوم پر دې سربېره په دې ناورغي اخته شوی دی چې د پولیو ضد څاڅکي هم ورکړل شوي وو.

په یاده ضلع کې د پولیو مخنیوي څانګې مشر ډاکتر سجاد مشال راډیو ته وویل چې دا پېښه د جون پر ۱۳مه رامنځ ته شوې ده.

‌ډاکټر سجاد وویل چې د شیر علي په نامه دا یو نیم کلن ماشوم په یونین کونسل نصرت خيل کماچ کلي کې په دې ناورغۍ اخته شوی دی.

نوموړي زیاته کړه چې دې ماشوم ته د پولیو ضد څاڅکي ورکول شوي وو خو بیا هم ښايي له دې کبله په دې ناروغۍ اخته شوی وي چې ډېر کمزوری وو.

د خیبر پښتونخوا د صحتڅانګې چارواکي وايي چې په دې صوبه کې په روان کال کې تر اوسه د پولیو ناروغانو شمېر ۱۷ ته رسېدلې ده.

ډاکټر نوران اپریدي د پولیو رنځ بیا زیاتېدو په اړه مشال راډیو ته وویل چې یو خو د پولیو ضد کارکوونکو تجربه کمه وي او بل یې پرضد پروپېګنډې هم کېږي.

د ده په وینا ، تر څو چې دا مسله هواره نه شي تر هغه وخته د دې ناروغۍ مخه نیول ګران دي.

د خیبر پښتونخوا د صحت څانګې د صوبې په یو شمېر ضلعو کې د جون له ۱۷مې د پولیو ضد کمپاین پیلولو اعلان کړی دی.

د دوي په وینا په دې ترڅ کې به په ټاکل شوو سیمو کې به یو میلیون ماشومانو ته د پولیو نارغۍ ضد څاڅکي ورکول کېږي.

پاکستان د نړۍ یو له هغو هیوادونو دی چې د پولیو ناروغي لا هم پکې موجوده ده. په دې ملک په ۲۰۱۷م کال کې د پولیو اته ناروغان میندل شوي وو ، په ۲۰۱۸م کې ۱۲ او په روان کال کې تر اوسه ۲۳ ناروغان مخې ته راغلي دي.

XS
SM
MD
LG