د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د مال وړونکو احتجاج روان دی


پر هړتال ولاړې لارۍ
پر هړتال ولاړې لارۍ

د پاکستان او افغانستان ترمنځ مال وړونکو ټرانسپورټرانو د وزن مقرر شوي حد او د کرایو نه زیاتولو پرضد د احتجاج په توګه هړتال پيل کړی دی.

د دې هړتال له کبله د جون له ۱۲مې راهسې په کراچۍ ، لاهور ، کلر کهار، پېښور او تورخم کې په زرګونه ګاډي ولاړ دي.

د پاکستان د لویو لارو د انتظامي ادارې – نشنل های وې اتارټي – چارواکو کارخانه دارو ته ویلي چې تر څلویښت ټنه د زیات مال به په یو ټرک کې نه اچوي. د دوي په وینا دا ځکه چې سرکونو ته زیان اړوي.

خو ټرانسپورټران وایي چې دوي به له مقرر شوی حدهسرغړونه نه کوي خو باید د دې په بدل کې دې ورته کرایې زیاتې کړل شي.

د لاریو چلوونکي وايي دې هړتال په ځانګړې توګه دوي ته ډېرې ستونزې جوړې کړې دي.

د پېښور پر رینګ روډ ایسار یو ډرایور حاجي ګل مشال راډيو ته وویل ، “ سیمټ وړو ، دواړو خواو ته راسره ښه چلند نه کیږي.”

حاجي ګل زیاته کړه چې ، “اوس یې راته د وزن ستونزه رامخې ته کړې ده ، حکومت وایي نور به څلویښت ټنه وړئ ، دلته انتظار کړل ډير مشکل دي.”

خان محمد اپریدی وايي ، “کرایې نه زیاتوي او وزن یی راکم کړ، له دې سره مالي مشکل او تاوان سره مخ یو، باید کرایې زیاتې کړل شی.”

د تورخم تحصلدار شکیل برکي ویلي دي چې د دوي له ټرانسپوټرانو سره رابطه شوې ده او هڅه کوي چې دا ستونزه هواره کړي.

XS
SM
MD
LG