د لاسرسي ځای

تازه خبر

شنګهای همکارۍ سازمان د ترهګرۍ پر ختمولو ټینګار وکړ


د سرمشریزې عکس
د سرمشریزې عکس

دې مشرانو دا څرګندونې د جون پر ۱۴مه د قرغزستان په پلازمېنه بېشکېک کې د شانګهای همکارۍ سازمان په سرمشريزه کې کړې دي.

پاکستاني وزيراعظم عمران خان سرمشریزې ته په وینا کې وويل چې هېواد یې د هر قسمه ترهګرۍ غندنه کوي او د افغانانو په مشرۍ د سولې د خبرو بشپړ ملاتړ کوي.

عمران خان زیاته کړه چې ، “ دا اخر ومنل شوه چې افغان جنګ پوځي حل نلري. پاکستان په افغانستان کې د افغانانو په مشرۍ د بين الافغاني سولې او جوړجاړي بشپړ ملاتړ کوي.”

عمران خان وویل، “ دا د ټولو شريکه زمه واري ده او موږ په دې لړ کې د چين ، روس او د افغانستان نږدې ګاونډيو هېوادونو د مثبتو هلوځلو ستانيه کوو.”

افغان ولسمشر اشرف غني د شانګهاۍ همکارۍ سازمان سرمشريزې ته په خپله وينا کې وويل چې دوی د ټولو مشرانو پر دې مننه کوي چې د افغان جګړې سياسي حل غواړي.

ولسمشر اشرف غني پر دې مهال د جون په پای کې اسلام اباد ته د خپل سفر یادونه هم وکړه او ویې وویل ، “ له پاکستاني وزيراعظم عمران خان سره د جون پر ۲۷ مه هر اړخيزه او رغنده مزاکرات لرم.”

دا په داسې حال کې ده چې افغان چارواکي پاکستان په افغانستان کې د وسله والو په ملاتړ تورنوي خو پاکستان دا تورونه ردوي او وايي چې په طالبانو لرونکې اثر د دې لپاره کاروي چې له افغان دولت سره د سولې خبرو ته کښېني.

د هند وزيراعظم نرېندر مودي پر نړيوالو مشرانو غږ کړی چې هغه قامونه زمه واره وګرځول شي څوک چې ترهګرۍ ته وده ورکوي.

نرېندر مودي وويل ، “ د دې خطر د مخنيوي لپاره بايد ټول بشري قوتونه له خپلو شخصي ګټو تير شي او يو موټی شي. بايد هغه قامونه زمه واره وګرځول شي څوک چې ترهګرۍ ته وده ورکوي، مالي او نور ملاتړ يي کوي.”

هند هم پر پاکستان تور پورې کوي چې پر خپله خاوره یې داسې وسله والو ډلو ته ځایونه ورکړي دي کوم چې د دوي په وینا د هند تر واک لاندې کشمیر کې بریدونه کوي.

د هم داسې پېښو او تورونو له کبله د هند او پاکستان ترمنځ په ورستیو کلونو کې حالات ځو څله د خپل منځي جګړې حد ته رسېدلي دي.

د دې لړۍ وروستۍ پېښه د ۲۰۱۹م کال د فرورۍ پر ۱۴مه هغه وخت رامنځ ته شوه چې پاکستان مېشتې ډلې جېش محمد د هند تر واک لاندې کشمیر په پلوامه کې ځانمرګی برید وکړ چې لږ تر لږه ۴۴ هندي عکسر یې ووژل.

تر هغه برید وروسته د پاکستان او هند د پوځ ترمنځ فضايي نښتې وشوې.

د شنګايي سازمان دوه ورځنۍ سرمشریزه کې د شریکو هیوادونومشرانو یو له بل سره لیده کاته هم وکړل خو د پاکستان وزیراعظم عمران خان او د هند وزیراعظم نریندر مودي له یو بل سره ونه لیدل.

په دې سرمشریزه کې د پاکستان ، افغانستان او هندوستان تر څنګ د چين ، روس ، ايران او د نورو يوشمېر هېوادونو مشرانو هم ګډون کړي وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG