د لاسرسي ځای

تازه خبر

هڅه کوو چې د ایران په وړاندې نړیوال ملاتړ پراخه کړو: شناهن


د امریکا دفاع سرپرست وزیر پېټرک شناهن. عکس له ارشیفه.
د امریکا دفاع سرپرست وزیر پېټرک شناهن. عکس له ارشیفه.

د امريکا د دفاع سرفرست وزير پېټرک شناهن وايي چې له ايران سره د کړکېچ زياتېدو له کبله واشنګټن هڅه کوي چې نړيوال ملاتړ ترلاسه کړي.

د امريکا د دفاع سرفرست وزير پېټرک شناهن وايي چې له ايران سره د کړکېچ زياتېدو له کبله واشنګټن هڅه کوي چې نړيوال ملاتړ ترلاسه کړي.

دا وروسته له هغو چې امريکا د عمان په خليج کې د تېلو په ټانکرو د بريد لپاره ايران تورنوي.

شناهن د جون پر۱۴مه له خبريالانو سره په خبرو کې په ياده سيمه کې د تېلو په ټانکرو وروستيو دوو بريدنو ته په اشاره وويل چې کله تاسو حالاتو ته وګورۍ د ناروې يوه کشتۍ، جاپانۍ کشتۍ، د سعودي سلطنت، د متحده عربي اماراتو تېل چې له هورمز تنګي تيرېږي.

نو د ده په خبره ښکاره خبره ده که حالات خرابېږي نو بايد چې موږ خپل بېړنی پلان تيار کړو.

نوموړي زياته کړه، دوی ته پکار دي چې د دې نړيوال حالاتو لپاره خپل نړيوال ملاتړ پراخه کړي.

د جون پر ۱۴مه تر دې مخکې امريکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د جون پر۱۳مه د ناروې او جاپان په ټانکرو ترسره شوي بريد لپاره ايران تورن کړ.

نوموړي په فاکس نيوز چېنل دغه خبرې کړي.

خو ايران دغه تورونه رد کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG