د لاسرسي ځای

تازه خبر

وکیلان د جسټس فایز په ملاتړ راوتي


د بلوچستان وکیلانو احتجاج. عکس له ارشیفه.

د پاکستان وکیلانو د مرکزي حکومت لخوا د سپریم کورټ د دوو ججانو پرضد قانوني شکایت (ریفرنس) غندلی او د هېواد په کچه یې لاریونونه او پرلتونه اعلان کړي دي.

د جمعې پر ورځ چيف جسټس اصف سعيد کوسه په مشرۍ د سترې قضايي شوری (سپريم جوډيشل کونسل) پنځه کسيزې جرګګۍ د سپريم کورټ جج جسټس قاضي فايز عيسی او د سند های کورټ جج جسټس کريم خان اغا پرضد د صدارتي ریفرنسونو اورېدنه وکړه.

قاضي فایز عیسا
قاضي فایز عیسا

د ذکر ده چې صدر ډاکټر عارف علوي د وزير اعظم عمران خان په مشوره د جج جسټس قاضي فايز عيسی او جسټس کريم خان اغا پرضد ريفرنس سپريم جوډيشل کونسل ته ليږلی و چې پکې پر ښاغلي عيسی د خپلو بهرنیو شتمنیو نه ښودلو تور لګول شوی وو.

جسټس قاضي فايز عيسی صدر عارف علوي ته دې حوالې سره ليږل شويو خطونو کې دريځ خپل کړی وو چې دغه جايدادونه د هغه د ښځې او بچیانو په نامه دي او هغوی يې له کفالته بهر دي.

د جسټس فايز عيسی پرضد د راوړې عدالتي کاروایۍ خلاف د ګرد پاکستان د وکیلانو ټولنو احتجاجونه اعلان کړي دي او د خیبر پښتونخوا په ګډون په سند او بلوچستان صوبه کې وکيلان عدالتي کاروايانو ته نه دي ورغلي.

کوټه: د قاضي عیسا په ملاتړ کې د وکیلانو کاربندیز
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:20 0:00

د سپريم کورټ بارايسوسي ايشن صدر امان الله کنراني د جون پر ۱۴مه د سپريم کورټ ودانۍ مخکې ته د جسټس فايز عيسی پرضد د ريفرنس کاپي په سوځولو سره رسنيو ته وويل جدوجهد يې د عدالتونو د ازادۍ لپاره دی او هيله لري چې سپريم جوډيشل کونسل به د ايين او قانون مطابق دا ريفرنس بیرته واخلي.

که څه هم پاکستان بار کونسل وايي چې د وکيلانو زياته شمېر له دوی سره په احتجاج کې ملګري دي خو د وکيلانو ځينې تنظيمونو په احتجاج کې له ګډونه انکار کړی دی.

د پاکستاني رسنيو ترمخه په لاهور کې د پيپلز ګوند او مسلم ليګ (ن) سره اړه لرونکي وکيلان د هړتال ملاتړ کوي خو لاهور های کورټ بار او پنجاب کونسل وکیلان عدالتونو ته وړاندې شوي دي.

پر جسټس فايز عيسی مقدمه

بلخوا د وزير اعظم د اطلاعاتو لپاره سلاکاري فردوس عاشق اعوان د وکيلانو احتجاج په اړه په خپل ټويټر پاڼه ليکلي دي د ججانو پرضد ريفرنسونه اييني معامله ده چې په سپريم جوډيشل کونسل کې ناست ججان به ګوري د پاکستان وکيلان دې د ايين بالادستۍ او جمهوريت ژغورنې لپاره خپل کردار ولوبوي او د حکومتي اصلاحاتي ايجنډا کې دې ورسره ملګرتيا وکړي.

ستاسې نظر

تبصرې ښکاره کړئ

XS
SM
MD
LG