د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر جسټس فايز عيسی مقدمه او د وکيلانو د احتجاج اعلان


جسټس فايز عيسی
جسټس فايز عيسی

په داسې حال کې چې څلور ورځې وروسته، د پاکستان سپريم جوډيشنل کونسل د جسټس فايز عيسی خلاف داير شوي ريفرنسونو مقدمه اوري، حکمران ګوند تحريک انصاف يو مشر، اسد عمر ويلي عدليه ازاده ده او مقدمې د کوم سازش له مخې نه کېږي.

اسد عمر د جون په لسمه په پارليمان کې د وېنا پر مهال د جسټس فايز عیسي خلاف وړاندې شوي ريفرنس ته په اشارې وويل: ((که موږ په جمهوريت باور لرو نو دا ماحول بايد نه وي چې که له کوم قاضي پوښتنه کوي نو پر عدلیې حمله، که له کوم جنرال پوښتنه کېږي نو پر قامي امنيت بريد او که له کو مولوي پوښتنه وشي نو اسلام ته خطره بلل کېږي. دا چلونه نور نه چلېږي. پوښتنې به خامخا کېږي.))

جسټس فايز عيسی وايي چې هره اداره دې په خپل آيني حدودو کې پاتې شي. هغه د جمهوريت په ودې ټينګار کوي. په وړاندې يې جمهوريت نه منونکي ولاړ دي.
شهاب الدين خټک

د بلوچستان پښين سره تعلق لرونکي، پر جسټس فايز عيسی تور پورې شوی چې له قانونه د سرغړوني په کولو سره یې د خپل جايد پورع تفصل نه دی وړاندې کړی. په دې کې په لندن کې د کور اخیستل شامل دي. نوموړي د جون په څلورمه د پاکستان ولسمشر ته په لېږلي خط کې دا تورونه بې ځايه بللي او د دې ریفرنسونو کاپي يې غوښتي ده.

پاکستان بار کونسل د جون په اتمه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې پر جسټس فایز عیسی لګيدلي تورونه بې بنياده او د حکومت له خوا پر عدلیې د فشار اچولو سازش دی. دوی د قانون وزير او اټارني جنرل د استعفا غوښتنه کړې او دليل یې دا راوړی چې دوی د جسټس فایز عیسی خلاف د حکومت له خوا وړاندې شوي ريفرنس جمع کولو کې مرسته کړې ده.

د قانوني چارو پوه، شهاب الدين خټک وايي قاضي فایز عیسی ځکه په نښه شوی چې هغه په ۲۰۱۶ کال کې په کوټه کې په يوه حمله کې د ۷۰ وکیلانو د وژنې او په ۲۰۱۸ کال په اسلام اباد کې د تحريک لبېک اسلامپالې ډلې د مظاهرې ختمولو لپاره د پوځ له خوا د پېسو تر ويشلو وروسته په خپلو رپورټونو کې پر امنيتي ځواکونو تنقيد کړی وو.

د پاکستان عدليه ازاده ده. حکومت پرې اغېز نه لري. روانې مقدمې سازش نه بلکې د انصاف حاصلول دي
اسد عمر

هغه زياتوي: ((د قاضي فایز عيسی مسله د انصاف قتل دی. دی وايي چې يوه اداره دې ټول واک په لاس کې نه اخلي. هغه د ولس او جمهوريت خبره کوي او وايي چې پارليمان دې برلاسی وی. د هغه په مقابل کې هغه قوت دی چې وايي ټول واک دې زما سره وي. د تحريک انصاف حکومت ته نه دې پکار چې د يو چا د لاس آله جوړه شي.))

مشال راډيو په دې اړه د قانون وزير فروغ نسيم سره د خبرو کولو هڅه وکړه خو د هغه له دفتره ورته وويل شول چې حکومتي چارواکي په دې اړه خبرې نه کوي. پوځي چارواکو هم په دې مسله کې د لاس لرلو په اړه کوم بيان نه دی ورکړی. د پوځ همېشنی او عمومي دريځ دی چې دوی په ملکي چارو کې ګوتې نه وهي او کار يې د امنيت ساتنې سره دی.

د پاکستان بار کونسل اعلان کړی چې د جون په څوارلسمه ځکه مظاهرې کوي چې په دغه ورځ د پاکستان سپريم جوډيشنل کونسل پر قاضي فايز عیسی د لګيدلو تورونو اورېدنه کوي.

په همدې حال کې جيو نيوز په يو راپور کې ويلي چې د پاکستان چيف جسټس اصف سعيد کوسه د جون په لسمه په برتانيه کې د يو سيمينار پر مهال د پوښتنو ځوابولو په وخت ټينګار وکړ چې د جسټس فايز عیسی په مقدمه کې به انصاف کېږي. د هغه په وېنا حکومت نه بلکې سپريم جوډيشل کونسل د هغه د ليري کولو واک لري.

XS
SM
MD
LG