د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا ادعا نه منو د تېلو ټانکرونه مو نه دي ویشتلي: ایران


د عمان په خلیج کې دوه د تیلو ټانکرونه تر برید لاندې راغلي

د امریکا پوځ یوه ویډیو خپره کړې او وايي، داسې ښکاري چې د ایران سپاه پاسداران انقلاب د عمان په خلیج کې د تېلو پر دوو ټانکرونو په برید کې لاس لري.

دا وروستۍ پېښه ده امریکا او ملګري یې تور پر تهران لګوي.

د امریکا مرکزي کمانډ د جون پر ۱۳مه وویل، دغه ویډیو ښيي چې په کښتیو کې د ایران سپاه پاسداران انقلاب عمله لس منټه د پاسه څلور بجې په ښکار شویو ټانکرو کې له یوې څخه هغه باروت لیرې کوي چې نه وو چاودېدلي.

دا خبره د امریکا مرکزي کمانډ ویاند د سمندري ځواک کپتان بل اربن په یوه بیان کې وکړه.

چارواکیو امریکايي چېنل سي اېن اېن ټېليویژن ته وویل، د امریکا دفاع وزارت باور لري چې دا د ایرانیو ځواکونو یو کوښښ و چې په برید کې د لاس لرلو شواهد لیرې کړي.

په ملګرو ملتونو کې د ایران مشن د جون پر۱۳مه په بیان کې د امریکا تورونه ردکړي دي.

مخکې د ملګرو ملتونو لپاره د امریکا ځایناستی سفیر جنتن کوهن پر امنیتي شورا غږ وکړ چې په سیمه کې د تهران لخوا د ورڅېرمه ګواښ په مسله دې له ایرانه تپوس وکړي.

ستاسې نظر

تبصرې ښکاره کړئ

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG