د لاسرسي ځای

تازه خبر

وزیرستان کې بیا بیا ګرځبندیز ولس اندېښمن کړی دی


په شمالي وزیرستان کې پاکستاني پوځیان. عکس له ارشیفه
په شمالي وزیرستان کې پاکستاني پوځیان. عکس له ارشیفه

د شمالي وزيرستان د ځينو سيمو ولس وايي په دا وروستيو کې هدفي بريدونو، ګرځبندیز او د ۱۴۴ دفعې لګېدو سخت له اندېښنو او ستړیو سره مخامخ کړي دي.

د شمالي وزيرستان د دته خېلو ولس وايي د تېرې جمعې پر ورځ له خړ کمر پوستې سره نېږدې د وسله والو لخوا د څلور لوړپوړو پوځي چارواکو تر وژنې وروسته دغلته کې پرله پسې څلور ورځو پورې کرفيو وه.

البته دوی وايي، په سيمه کې وخت ناوخته کرفيو د ۲۶ مې مۍ د خړ کمر پېښې راوروسته لګول کيږي.

د شمالي وزيرستان د شوې يو اوسېدونکي نورکالام وزير د جون پر ۱۲ مه مشال راډيو ته وويل چې په سيمه کې د دفعه ۱۴۴ لګيدو وروسته پر پوځي چېک پوستو د خلکو تلاشۍ ډېرې سختې شوې دي او دوی اندېښنه لري چې بيا بدامني رامنځته نه شي:

((څه وخت کې نرمي وه خو اوس بيا سختي شورو شوې او داسې ښکاري چې حالات د خرابۍ لور ته روان دي.))

د دته خېلو اوسېدونکی ملک غلام خان د چارشنبې په ورځ مشال رېډيو ته وويل چې د نهې له ورځې راهيسې په کرفيو کې نرمي راغلې خو بيا هم په خلکو کې وېره ده. د نوموړي په وینا:

((د کرفيو له وجې خلکو ته د خوړو او دوايانو مسله وي، له دريو څلورو ورځو راهيسې خوراکي شيان بند وي. تګ راتګ نشي کولی او ناورغه ماشومانو ته ډېر تکلیف وو خو په کرفيو کې له نرمۍ سره په دې مشکلاتو کې لږ کمی راغلی خو بياهم خلک په وېره کې دی او وايي چې کرفيو ولې ولګېده ځکه چې حکومت ويلي ول په وزيرستان کې به نوره کرفيو نه لګوي او سيمه يې له وسلوالو پاکه کړې ده.))

خو د قبايلي چارو لپاره د خېبر پښتونخوا د حکومتي کمېټۍ غړی فضل حکيم خان په چارشنبه مشال رېډيو ته وويل چې شمالي وزيرستان او نورو قبايلي سيمو ته د پوليس نظام په عملي توګه له غځولو سره به دغلته امن راشي او د دې لپاره دوی هلې ځلې پېل کړي. البته نوموړي کومه کره نېټه ياده نکړه:

((وزير اعظم عمران خان غواړي چې په قبايلي سيمو کې پوليس نظام، عدالتي، تعليم او نورو نظام په بشپړه توګه عملي کړي او له دې سره به د سيمې امنيت لانورخوندي شي.))

د حکومت لخوا په دته خېلو کې کرفيو او ټول شمالي وزيرستان کې دفعه ۱۴۴ د مې پر ۲۶ مه نېټه د خړ کمر تر وژنو وروسته لګېدلې ده.

په هغه پېښه کې په ډزو ۱۳ کسان وژل شوي ول او شا و خوا ۴۰ ژوبل شوي ول.

پښتون ژغورنه غورځنګ ادعا کوي چې امنيتي عسکرو پر بېګناه خلکو ډزې وکړې خو د پاکستان پوځ دريځ لري چې د قامي اسمبلۍ د غړيو محسن داوړ او علي وزير په مشرۍ ډلې پر پوسته بريد وکړ چې په ځواب کې يې امنيتي سرتېرو ډزې وکړې.

پوځ ادعا کوله چې په هغه پېښه کې درې کسان وژل شوي ول او د دوی پنځه عسکر ژوبل شوي ول.

XS
SM
MD
LG