د سعودي په مشرۍ پوځي ایتلاف وايي د هېواد په جنوبي برخه کې په یوه هوايي میدان د حوثي یاغیانو په میزایلي برید کې شپږ ویشت ۲۶ ولسي وګړي ژوبل شوي دي.
د جون پر دوولسمه د ایتلاف په بیان کې وویل شول چې له یمن سره نږدی پر ابها نومي هوايي میدان په توغندیز برید کې درې ښځې او دوه ماشومان هم ژوبل شوي دي.
په بیان کې راغلي دغه حمله ثابتوي چې حوثيانو له ایرانه پرمخ تللې وسلې تر لاسه کړي دي چې ښايي د جنګي جرمونو سبب وګرځي. مخکې حوثي یاغیانو ادعا وکړه چې پر هوايي میدان یې د کروز میزایل حمله تر سره کړې.
تېره میاشت هم د سعودي عرب د تېلو پر تنصیباتو د ډرون حملې ذمه واري حوثي یاغیانو منلې وه. سعودي د دغه برید لپاره پر ایران تور لګولی وو چې په امر یې حوثیانو دا کار وکړ. خو تهران دغه تورونه ردوي.