د لاسرسي ځای

تازه خبر

تخار کې ١٥ وسله‌وال 'وژل' شوي


د تخار ولايت چارواکي وايي، په خواجه غار ولسوالۍ کې یې ١٥ وسله‌وال طالبان وژلي دي.

د تخار د والي وياند محمد جواد هجري نن د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وويل، وسله‌والو د ولسوالۍ پر بازار حمله کړې وه چې د افغان امنيتي ځواکونو له خوا پر شا وتمبول شول.

هجري وايي، وروسته جګړه شوې چې په نتيجه کې يې ١٥ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ١٠ تنه نور ټپيان شوي دي.

بل‌خوا د تخار ولايت د نمک اب ولسوالۍ لپاره د وسله‌والو طالبانو نظامي مسؤل وژل شوى دى.

د تخار د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالخليل اسير ازادي راډيو ته وويل چې د طالبانو پوځي مسؤل، ملا عبدالقيوم په هغو عملياتو کې وژل شوى چې له دوو ورځو په نمک اب ولسوالۍ کې روان دي.

په بل خبر کې د ملي امنيت عمومي رياست وايي، د هرات په کرخ ولسوالۍ کې په يوه جګړه کې ٢ پاکستاني وسله‌وال نيول شوى او بل يې وژل شوى دى.

د پروان ولايت امنيتي چارواکو بيا ويلي چې تېره شپه په بګرام ولسوالۍ کې د ملي امنيت په ځانګړو عملياتو کې ٢ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ٨ نور ټپيان شوي دي.

د کاپيسا ولايت په تګاب ولسوالۍ کې هم د افغان ځواکونو له خوا عمليات شوي دي.

يوې امنيتي سرچينې د نوم نه ښوولو په شرط ويلي، په دغو عملياتو کې چې تېره شپه شوي ٣ وسله‌وال طالبان او يو ملکي وګړى وژل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG