د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان په یوه کمېشن پاکستاني پورونه پلټي


په تصویر کې عمران خان او نور لوړه کوي. د ۲۰۱۸ ز کال ۱۳م اګست
په تصویر کې عمران خان او نور لوړه کوي. د ۲۰۱۸ ز کال ۱۳م اګست

وزیراعظم عمران خان وايي پاکستان په تېرو لسو کلونو کې څلورویشت زره اربه روپۍ پوروړی شوی چې د نوموړي په ادعا د دې لویه وجه د دوو ګوندونو پيپلز پارټۍ او مسلم لیګ ن درغلۍ دي. هغه وویل د دې د پلټنو لپاره یو لوړپوړی کمېشن جوړوي چې د پیسو شوکه په ډاګه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې یوه ورځ وړاندې د پيپلز پارټۍ شریک چېرمېن آصف علي زرداري او د مسلم لیګ ن حمزه شهبازشریف د احتساب قامې ادارې د درغلیو په تور نیولي او د مخالفو ګوندونو وینا ده چې حکومت د نېب قانون د سیاسي انتقام لپاره کاروي.

د اپوزېشن مشران ولې نیول کېږي؟

د جنرالانو پاکستان او نوي پاکستان کې هېڅ فرق نشته: بلاول

په اسلام آباد کې د جون پر یولسمه د خپل ملک خلکو ته په وینا کې عمران خان وویل چې دوی خپل لومړی کامیاب بجټ وړاندې کړ چې پکې يې ځینې سختې فیصلې کړې خو هغه په دې وجه چې تیرو حکومتونو د دې هیواد اقتصاد تباه کړی او دوو ګوندونو پیپلز پارټۍ او مسلم لیګ ن دا ملک دومره قرضداره کړی چې د پاکستان د کال په سرچې کوم څلور زره اربه روپۍټیکس راغونډیږي په هغې کې نیماي د دغه قرضو په سودونو کې ځي

د عمران خان په خبره ده ته درې سفیرانو ویلي چې هېوادونه يې سرمایه کاري کول غواړي خو دلته احتجاجونه دي او حالات سم نه دي نو ځکه هېڅوک سرمایه کاري نه کوي.

د نوموړي په خبره: ''دوی د دې ملک د اقتصاد کمزوري کولو پوره کوشش کړی، پر سړکونو راوځي، ما ته درې سفیرانو وویل چې خلک سرمایه کاري کول غواړي خو دلته ګډوډي خوره ده، کراري او استحکام نشته نو څنګه به پانګونه وکړي.''

بل پلو مخالف ګوندونه وايي چې د عمران خان په مشرۍ د پاکستان تحریک انصاف حکومت دا ملک له اقتصادي بحران سره مخامخ کړی دی او څومره قرضه چې دوی په لسو کلونو کې اخیستې تر هغه زیاته دوی په نهه میاشتو کې واخیسته او دلته ګراني او بې روزګاري ورځ په ورځ سیوا کېږي نو ځکه به اوس دوی د حکومت پرضد احتجاجي تحریک پیلوي.

XS
SM
MD
LG