د لاسرسي ځای

تازه خبر

قزاقستان ټاکنو کې توکاییف بریالی


قاسم ژومارت توکاییف. عکس له ارشیفه.
قاسم ژومارت توکاییف. عکس له ارشیفه.

د قزاقستان مرکزي الېکشن کمېشن د نهم جون ولسمشريزه ټاکنو رسمي او وروستۍ پایلې اعلان کړې چې له مخې يې لنډمهالی موقتي ولسمشر قاسم ژومارت توکاییف په دروند اکثريت بریالی شوی دی.

الېکشن کمېشن د جون ۱۱مه وويل، توکاییف چې پخواني زور واکه ولسمشر نور سلطان نظر بايف رامخې ته کړی وو چې دارنګ د ده ځای ناستی جوړ شي.

نوموړي۷۰.۹۶ فيصده رايې ترلاسه کړي دي. انتخابات له دې کبله هم د ګډوډۍ ښکار شول چې په سلګونو حکومت ضد مظاهره چيان ونيول شول.

له قازقستانه د جون پر ۱۱مه سهار رارسیدلي رپورټونه وايي چې بېګا شپه چارواکیو د الماتي ښار په ځینو ضلعو کې مظاهره چیان نیولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د نهم جوند ولسمشریزو انتخاباتو د سرکاري نتیجو خلاف په سلګونو خلک د احتجاج لپاره راغونډ شوي وو.

دا مظاهره چیان نن سهار وختي له هغه وروسته ونیول شول چې تر۱۰۰ زیات احتجاجیانو بېګا ناوخته د پولیس د یوې ودانۍ مخې ته راغونډ شول او د مشهور سندرغاړي رینات زېتوف تر څنګ د لسګونو نیول شویو مظاهره چیانو د خوشېکولو غوښتنه یې کوله. دغه کسان په دوشنبه هله ونیول شول چې د الماتا ښار په مرکز کې یې د ولسمشریزو انتخاباتو د سرکاري نتیجو خلاف احتجاج کاوه.

نړیوالو څارونکو ویلي چې په دې انتخاباتو کې د بنیادي ازادیو ښکاره سرغړونه شوې ده.د ابتدايي نتیجو تر مخه په دې انتخاباتو کې عبوري ولسمشر قاسم ژومارت توکاییف له ۷۰ فیصده زیاتې رایې ترلاسه کړې دي.

په قازقستان کې په تیرو درېوو لسیزو کې په اول وار د ولسمشرۍ لپاره انتخابات وشول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG