د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ایران اټومي تړون باید وژغورل شي: روحاني


 د ایران ولسمشر حسن روحاني. انځور له ارشیفه
د ایران ولسمشر حسن روحاني. انځور له ارشیفه

د ایران ولسمشر حسن روحاني په تهران کې د جرمني له بهرنیو چارو وزیر هیکو ماس سره د ملاقات پر مهال ویلي چې د ایران په نظر د موجوده تناو باوجود پکار ده چې د تهران اټومي تړون وژغورل شي.

د ایران او نړیوالو قوتونو ترمنځ دغه تړون په ۲۰۱۵م کال کې شوی دی.

د ایران د ولسمشر دفتر وايي، د جون پر ۱۰مه له هیکو ماس سره د ملاقات په وخت روحاني وویل د دغه تړون په ژغورولو کې جرمني او اروپايي اتحادیه فېصله کن او مثبت رول لوبولای شي.

بلخوا د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف له خپل جرمن سیال هیکو ماس سره تر ملاقات وروسته خبر داری ورکړی چې د امریکا په ملاتړ کې د تهران خلاف اقتصادي جنګ کې برخه اخیستونکي هېوادونه دا تمه نشي کولای چې دوی به محفوظ پاتې شي.

ظریف وویل، تیر کال د تهران له اټومي تړونه د وتلو په وخت د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پخپله د ایران خلاف اقتصادي جنګ اعلان کړی وو.

د ظریف په خبره په سېمه کې د تناو کمولو لپاره یوازنۍ لار دا اقتصادي جنګ بندول دي.

هلته هیکو ماس ویلي جرمني او اروپايي هېوادونه غواړي چې د تهران اټومي تړون د ژغورولو لپاره لاره ولټول شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG