د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان: د قبايلي ضلعو پرمختګ مې لومړيتوب دی


ارشیف: عمران خان په اورکزو کې غونډې ته وينا کوي، د ۲۰۱۹ز د اپرېل ۱۹مه.
ارشیف: عمران خان په اورکزو کې غونډې ته وينا کوي، د ۲۰۱۹ز د اپرېل ۱۹مه.

اسلام اباد - د پاکستان وزيراعظم عمران خان ويلي، د قبايلی ضلعو پرمختګ يې په لومړيتوبونو کې شامل دی.

د جون پر اتمه د وزيراعظم له دفتره په خپور بیان کې شوي چې عمران خان دا څرګندونې د خيبر پښتونخوا له وزيراعلا محمود خان او ګورنر شاه فرمان سره په اسلام اباد د ليدو پر مهال وکړې.

هغه ويلي چې د صوبې حکوکت دې د قبايلی ضلعو اساسي اسانتياو ښه کولو ته زياته پاملرنه وکړي.

د عمران خان په مشرۍ حکومت يو کال پوره شوی دی خو له ژمنې سره سم يې د قبايلي ضلعو لپاره ۱۰۰ اربه روپۍ لا هم ورنکړای شوې.
شهاب الدين خان

خو د قبايلي ضلعو ځېنې مشران او سياستوالان وايي چې د وزيراعظم دا څرګندونې د جولای پر دويمه په قبايلو کې د صوبايي اسمبلۍ د کېدونکو انتخاباتو د کیمپېن برخه دي.

دوی ادعا کوي چې اوسني حکومت په سيمه کې هېڅ نه دي کړي.

له باجوړه په قامي اسمبلۍ کې د مسلم ليګ (ن) پخواني غړي شهاب الدين خان د جون پر نهمه مشال راډیو ته وويل چې د عمران خان په مشرۍ حکومت يو کال پوره شوی دی خو له ژمنې سره سم يې د قبايلي ضلعو لپاره ۱۰۰ اربه روپۍ لا هم ورنکړای شوې.

هغه زياته کړه چې په خيبرپښتونخوا کې تر ضم کېدو وروسته په قبايلی ضلعو کې هېڅ ډول قانون نشته چې د ده په خبره له کبله يې په دغو سيمو کې وضعيت په خرابېدو دی چې د شمالي وزيرستان حالات يې يوه نتيجه ده.

د جون پر نهمه، په مومندو کې د عوامي نیشنل ګوند یوه مشر نثار مومند وويل چې واکمن تحريک انصاف په قبايلی ضلعو کې هيڅ ډول پرمختيايي کارونه نه دي کړي.

ملاقاتونه د انتخاباتي کیمپېن برخه نه دي بلکې د قبايلی ضلعو په اړه پرمختيايی منصوبې د ټاکنو تر اعلانېدو له مخه فيصله شوې وې.
اقبال اپريدی

نوموړي زياته کړه چې د عمران خان په دغو ليدنو د قبايلی ضلعو خلک نور نه دوکه کېږي.

هغه د پاکستان پر رسنيو هم تور پورې کړ چې د قبايلي ضلعو اصل صورتحال نه په ډاګه کوي.

خو په قامي اسمبلۍ کې د تحريک انصاف غړی اقبال اپريدی د مخالفه ګوندونو تورونه او ادعاوي ردوي او وايي چې دغه ليدنې د انتخاباتي کیمپېن برخه نه دي بلکې د قبايلی ضلعو په اړه پرمختيايی کارونه د ټاکنو تر اعلانېدو له مخه فيصله شوي وو.

نوموړي د جون پر نهمه وويل چې دوی د صحت او تعليم په څانګه کې کار کړی دی او دا به نور هم ښه کوي.

XS
SM
MD
LG