د لاسرسي ځای

تازه خبر

په زیارت کې دوو چاودنو لږ تر لږه پنځه تنه وژلي دي


پخوانی عکس
پخوانی عکس

د بلوچستان په سیلاني سیمه زیارت کې د جون پر اوومه دوو چاودنو لږ تر لږه پنځه تنه وژلي او دولس یې نور ټپي کړي دي.

لومړۍ چاودنه د زیارت په خورواري بابا سیمه کې شوې چې د یوې مېرمنې په ګډونیې درې تنه وژلي او پنځه یې نور ټپي کړي دي.

د زیارت مرستیال کمشنر پخواني میجر عبدالکبیر زرکون رسنیو ته ویلي چې له لومړنیو پلټڼو ښکاري چې دا چاودنه په موټر کې د ګېس سلنډر له کبله شوې وه.

د دوي په وینا په دې پېښه کې وژل شوي او ټپي شوي کسان د یوې کورنۍ وو او له کراچۍ څخه په سیل راوتلي او زیارت ته تللي وو.

دویمه چاودنه بیا د زیارت په کواسه سیمه کې کوټې ته په روان موټر کې شوې چې له کبله یې دوه تنه وژل شوي او ۷ نور ټپي شوي دي.

د زیارت مرستیال کمشنر پخواني میجر عبدالکبیر زرکون د دې دویمې پېښې په اړه ویلي ، “ داسې ښکاري چې نا څرګندو کسانو په دې موټر کې چاودونکي مواد یښي وو.”

د ځايي چارواکو په وینا ، په دې دویمه پېښه کې د وژل شوو کسانو تعلق له هزاره قبیلې سره دی او د کوټې د هزاره ټاون اوسېدونکي وو.

د بلوچستان وزیراعلا جام کمال خان په یو بیان کې دا دواړه پېښې له ترهګرۍ سره تړلې بللې دي او په اړه یې د پلټنو امر کړی دی.

زیارت د بلوچستان په پښتنه سیمه کې هغه ځای دی چې په ژمي کې پرې ډېره واوره کېږي او په اوږي کې د یخ موسم لپاره له بېلا بېلو سیمو څخه خلک په سیل ورځي.

XS
SM
MD
LG