د لاسرسي ځای

تازه خبر

دویم جهاني جنګ: د پرېکنده ورځې ۷۵مه کالیزه

د فرانسې ولسمشر امانيول مکرون او د بریتانیا وزیراعظمې ټېرېزا مې پخوانيو سرتېرو او د۱۹۴۴ ز کال پر ۶م جون د فرانسې په شمال کې هغه سربازانو ته مننه وویله چې له اتحادي ځواکونو سره د کوزېدو پرمهال وژل شوي ول.

مکرون، مې او ولسمشر ټرمپ او د دوهمې نړیوالې جګړې پر مهال د لوېدیز متحد هېوادونو اوسنیو مشرانو د جون پر شپږمه نېټه په نورمنډی کې راټول شوي ول چې دوهم جهاني جنګ ته د وردانګولو ۷۵ مه کليزه ولمانځي. امريکا، فرانس او بريتانيا په دې جنګ کې لوی اتحاديان ول.

د جون شپږمه نېټه چې ورته ډي-ډې ویل کېږي، د ۱۹۴۴ ز کال هغه ورځ وه چې اتحاديانو د نازي جرمني پروړاندې پرېکنډه جګړيزه کاروايي پیل کړه او په دا بل کال یې نازيان مات کړل.

د فرانسې پر ساحلونو د اېتلافي ځواکونو برید په انځورونو کې

د دویمې نړیوالې جګړې ۷۵ کاله پوره شول

دا انځور د ۱۹۴۴ز کال د جون پر پېنځمه خپور شو چې پکې برتانیوي سرتېري ښوول شوي چې د انګلستان پورټسماوت لوري ته روان شول. دوی بله ورځ له متحدانو سره یو ځای د نارمنډي پر سواحلو ورښکته شول. 
1/13 دا انځور د ۱۹۴۴ز کال د جون پر پېنځمه خپور شو چې پکې برتانیوي سرتېري ښوول شوي چې د انګلستان پورټسماوت لوري ته روان شول. دوی بله ورځ له متحدانو سره یو ځای د نارمنډي پر سواحلو ورښکته شول. 
له ننه ۷۵ کاله مخکې، د جون پر شپږمه د امریکا او متحدانو سرتېري د فرانسې پر نارمنډي کې پر ساحل ورښکته شول.
د ۱۹۴۴ز کال د جون شپږمه - د امریکايي پوځیانو یوه ډله د هغو سرتېرو د مرستې پر مهال چې الوتکه یې د دښمن په مرمیو ولګېده، اور یې واخیست او ډوبه شوه. دا د اوماها ساحل دی. 
2/13 د ۱۹۴۴ز کال د جون شپږمه - د امریکايي پوځیانو یوه ډله د هغو سرتېرو د مرستې پر مهال چې الوتکه یې د دښمن په مرمیو ولګېده، اور یې واخیست او ډوبه شوه. دا د اوماها ساحل دی. 
له ننه ۷۵ کاله مخکې، د جون پر شپږمه د امریکا او متحدانو سرتېري د فرانسې پر نارمنډي کې پر ساحل ورښکته شول.
د ۱۹۴۴ز کال د جون اوومه - امریکايي سرتېري له اوماها ساحل سره نېږدې هغه ځای ته ورغونډ شوي چې د جرمنانو خندق او ته خانه پکې جوړ ول. دا ځای اتحادي ځواکونو د نارمنډي پر سواحلو تر ورښکته کېدو وروسته نیولی وو. 
3/13 د ۱۹۴۴ز کال د جون اوومه - امریکايي سرتېري له اوماها ساحل سره نېږدې هغه ځای ته ورغونډ شوي چې د جرمنانو خندق او ته خانه پکې جوړ ول. دا ځای اتحادي ځواکونو د نارمنډي پر سواحلو تر ورښکته کېدو وروسته نیولی وو. 
له ننه ۷۵ کاله مخکې، د جون پر شپږمه د امریکا او متحدانو سرتېري د فرانسې پر نارمنډي کې پر ساحل ورښکته شول.
پر ساحل تر ورښکته کېدو وروسته برتانیوي سرتېري د پرمختګ اشارې په انتظار دي. دا انځور هم د جون پر شپږمه اخیستل شوی. 
4/13 پر ساحل تر ورښکته کېدو وروسته برتانیوي سرتېري د پرمختګ اشارې په انتظار دي. دا انځور هم د جون پر شپږمه اخیستل شوی. 
له ننه ۷۵ کاله مخکې، د جون پر شپږمه د امریکا او متحدانو سرتېري د فرانسې پر نارمنډي کې پر ساحل ورښکته شول.
کاناډايي سرتېري د ۱۹۴۴ز کال د جون پر شپږمه له خپلو بایسېکلونو سره پر ژونو ساحل ورښکته شول. 
5/13 کاناډايي سرتېري د ۱۹۴۴ز کال د جون پر شپږمه له خپلو بایسېکلونو سره پر ژونو ساحل ورښکته شول. 
له ننه ۷۵ کاله مخکې، د جون پر شپږمه د امریکا او متحدانو سرتېري د فرانسې پر نارمنډي کې پر ساحل ورښکته شول.
امریکايي سرتېري هم د جون پر شپږمه د فرانسې په شمال غرب کې د نارمنډي پر سواحلو ورښکته شول چې د ناڅي جرمن ځواکونو پر ضد له جنګېدونکو سرتېرو سره مرسته وکړي. 
6/13 امریکايي سرتېري هم د جون پر شپږمه د فرانسې په شمال غرب کې د نارمنډي پر سواحلو ورښکته شول چې د ناڅي جرمن ځواکونو پر ضد له جنګېدونکو سرتېرو سره مرسته وکړي. 
له ننه ۷۵ کاله مخکې، د جون پر شپږمه د امریکا او متحدانو سرتېري د فرانسې پر نارمنډي کې پر ساحل ورښکته شول.
د ۱۹۴۴ز کال د جون شپږمه - د جرمن ځواکونو پر ضد د اېتلافي سرتېرو د عملیاتو دا انځور له فضا اخیستل شوی. په دې عملیاتو کې له ۴،۰۰۰ څخه تر ۹،۰۰۰ پورې جرمن سرتېري او زرګونه فرانسوي ولسي وګړي ووژل شول. همداراز، اټکلونه ښيي چې په نښتو کې د اتحادي ځواکونو تقریباً ۱۰،۰۰۰ سرتېري ووژل، ژوبل یا ورک شول. 
7/13 د ۱۹۴۴ز کال د جون شپږمه - د جرمن ځواکونو پر ضد د اېتلافي سرتېرو د عملیاتو دا انځور له فضا اخیستل شوی. په دې عملیاتو کې له ۴،۰۰۰ څخه تر ۹،۰۰۰ پورې جرمن سرتېري او زرګونه فرانسوي ولسي وګړي ووژل شول. همداراز، اټکلونه ښيي چې په نښتو کې د اتحادي ځواکونو تقریباً ۱۰،۰۰۰ سرتېري ووژل، ژوبل یا ورک شول. 
له ننه ۷۵ کاله مخکې، د جون پر شپږمه د امریکا او متحدانو سرتېري د فرانسې پر نارمنډي کې پر ساحل ورښکته شول.
دا انځور امریکايي پوځ اخیستی چې د جون پر شپږمه پر اوماها ساحل پکې ژوبل امریکايي سرتېري ښودل شوي.
8/13 دا انځور امریکايي پوځ اخیستی چې د جون پر شپږمه پر اوماها ساحل پکې ژوبل امریکايي سرتېري ښودل شوي.
له ننه ۷۵ کاله مخکې، د جون پر شپږمه د امریکا او متحدانو سرتېري د فرانسې پر نارمنډي کې پر ساحل ورښکته شول.
دا انځور هم د ۱۹۴۴ز د جون پر شپږمه اخیستل شوی چې د امریکا په ملي ارشیف کې خوندي دی او امریکايي سرتېري پکې ښوول شوي. 
9/13 دا انځور هم د ۱۹۴۴ز د جون پر شپږمه اخیستل شوی چې د امریکا په ملي ارشیف کې خوندي دی او امریکايي سرتېري پکې ښوول شوي. 
له ننه ۷۵ کاله مخکې، د جون پر شپږمه د امریکا او متحدانو سرتېري د فرانسې پر نارمنډي کې پر ساحل ورښکته شول.
دا انځور د اتحادي ځواکونو پر کښتیو د جرمنيو الوتکو برید ښيي. 
10/13 دا انځور د اتحادي ځواکونو پر کښتیو د جرمنيو الوتکو برید ښيي. 
له ننه ۷۵ کاله مخکې، د جون پر شپږمه د امریکا او متحدانو سرتېري د فرانسې پر نارمنډي کې پر ساحل ورښکته شول.
ډوایټ ډي ایزهاور چې د امریکا ولسمشر او د هغه هېواد د ټولو ځواکونو ستر قومندان وو د فرانسې سواحلو ته تر روانېدو مخکې د سرتېرو لارښوونه کوي او امر ورکوي.
11/13 ډوایټ ډي ایزهاور چې د امریکا ولسمشر او د هغه هېواد د ټولو ځواکونو ستر قومندان وو د فرانسې سواحلو ته تر روانېدو مخکې د سرتېرو لارښوونه کوي او امر ورکوي.
له ننه ۷۵ کاله مخکې، د جون پر شپږمه د امریکا او متحدانو سرتېري د فرانسې پر نارمنډي کې پر ساحل ورښکته شول.
د ۱۹۴۴ز د جون پر شپږمې د نارمنډي پر سواحلو تر برید وروسته د فرانسې کمانډو ځواک سرتېري سیمې ته روان دي. 
12/13 د ۱۹۴۴ز د جون پر شپږمې د نارمنډي پر سواحلو تر برید وروسته د فرانسې کمانډو ځواک سرتېري سیمې ته روان دي. 
له ننه ۷۵ کاله مخکې، د جون پر شپږمه د امریکا او متحدانو سرتېري د فرانسې پر نارمنډي کې پر ساحل ورښکته شول.
دا د اېتلافي ځواکونو هغه سرتېري دي چې د فرانسې پر له منشې ساحل یې له الوتکو ټوپ وواهه او په پاراشوټونو کې ورښکته شول.
13/13 دا د اېتلافي ځواکونو هغه سرتېري دي چې د فرانسې پر له منشې ساحل یې له الوتکو ټوپ وواهه او په پاراشوټونو کې ورښکته شول.
له ننه ۷۵ کاله مخکې، د جون پر شپږمه د امریکا او متحدانو سرتېري د فرانسې پر نارمنډي کې پر ساحل ورښکته شول.
پخوانی
بل

د دستورې پر مهال ټېرېزا مې وويل، که يوه ورځ يادېږي چې د فرانس، بريتانيا ، يورپ او نورې نړۍ د راتلونکیو نسلونو د برخه لیک پرېکړه یې کړې ده نوهغه د ۱۹۴۴ ز کال د جون شپږمه نېټه ده.

مکرون او مې د دغه مراسمو پر مهال یو نوی یادګاري څلی کېښود چې ورباندې د ډي-ډې پر مهال د برتانوي کمانډ په زرګونو وژل شویو عسکرو نومونه کښل شوي دي.

پر دې مهال درېشۍ اغوستي پخواني عسکر هم موجود ول چې په نوي کلنۍ کې دي.

مې هلته موجودو پخوانيو عسکرو ته وويل چې ستاسو لپاره یک يو ټکی لري او هغه دی ''مننه''.

مکرون د پخوانيو عسکرو او نورو وژل شويو کسانو مننه وکړه چې د ده په وينا په سرښندنو یې فرانس بیرته ازاد شو.

مکرون او ټرمپ د نورمنډي امریکايي هدیره کې په هغه غونډه کې ګډون وکړ چې وژل شویو امریکايي سرتېرو ته د پیرزوینې لپاره جوړه شوې وه.

د پرېکنده جګړیزه عملیاتو ورځ ډي-ډې د امریکا په تاریخ کې د پراخ-ترینو ځمکنيو عملیاتو هغه بلل کېږي، چې پکې اووه زره جنګي کشتیو او د سرتېرو کوزولو الوتکو برخه واخیسته. په هغه جنګ کې زرګونه سرتېري وژل شوي ول.

که څه هم روسیه دغه مراسمو ته نه وه وربلل شوې خو د هغوی پخواني شوروي اتحاد هم پر ختیز سنګر د نازي جرمني په وهلو کې مهم رول لرلی وو.

  • انځور سایز

    قاسم خان مندوخېل

    قاسم خان مندوخېل د مشال ريډيو ويب ايډيټر دی، د افغانستان، پښتونخوا او بلوچستان په اړه رپورټونه جوړوي.

     

XS
SM
MD
LG