د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستانی پوځ سږ کال دفاعي لګښتونه کموي


د زښته ډېرو پوځي لګښتونو، نړیوالو پورونو، د ډالرو بیا بیا بره تلونکيو نرخونو او د ځوړند اقتصاد په دغه پاکستاني چاپېریال کې پر ټولنیزه رسنۍ ټویټر دوه ټویټونه راغلي چې سږ کال پاکستانی پوځ خپل بجټ راکموي خو څومره؟ دا لا نه ده جوته خو د تېر کال جوت پوځي بجټ یې یوولس سوه اربه روپۍ وو.

وزیراعظم عمران خان د پاکستاني پوځ دغه رضاکارانه ګام په خپل ټویټ کې ستایلی دی. نوموړی کاږي چې، (زموږ د هېواد امنیت ته ورڅېرمه ګواښونو ته په کتو د راتلونکي مالي کال دفاعي لګښتونه په خپله خوښه د کمولو پرېکړه د ستایلو وړ ده. دغه سپمول کېدونکې پانګه به د پخوانۍ فاټا او د بلوچستان پر پرمختیا لګول کېږي.)

له دغې وروستو د پوځ د عامه اړیکو د اداری مشر میجر جنرال اصف غفور په یو ټویټ کې وویل دا کمی به داسې نه وي چې د هېواد دفاع او امنیت زیانمن کړي.

د پاکستاني پوځ ویاند مېجر جنرل اصف غفور په خپل ټویټ کې کښلي چې په خپله خوښه په دفاعي بجټ کې کمی به یې د امنیت او دفاع اغېزمنولو په قیمت نه وي. موږ به د ټولو ممکنه ګواښونو پروړاندې خپله وړتیا او غبرګون پرځای ساتو. دغه کمول به درې واړه پوځي ادارې په خپلو څانګو کې دننه په وړ ګامونو سره سمبال کړي. د قبایلي سیمو او بلوچستان په پرمختیا کې برخه اخیستل اړینه ده.

د سږني کال په په فېبرورۍ کې د پاکستان وفاقي حکومت ویلي ول چې د دفاع په بجټ کې به هېڅ څه کمی نه کوي.

د سټاکهوم د سوله ایزو مطالعاتو مرکز په یوه راپور کې راغلي چې پاکستان په دوه زره اتلسم کال کې د نړۍ یو په هغه ۲۰ هېوادونو کې وو چې کلنی پوځي لګښت یې تر ټولو ډېر یانې تر یوولس سوه اربه روپۍ زیات وو. دغه پیسې د پاکستانۍ خالصې ګټې څلور فیصده جوړېږي چې له ۲۰۰۴ ز کال راهیسې تر ټولو زیاتې وې.

بټوه یا بوخڅۍ
بټوه یا بوخڅۍ

بوجه، بودیجه یا بجټ، دا درې واړه لفظونه یو ویی دی چې په فرانسوۍ کې بوجه یا بودیجه ده او په انګلیسۍ کې ورته بجټ وايي، د دغه ټکي مانا ده بوخڅۍ یا کڅوړه. دا بوخڅۍ له څرمنې جوړه وي چې پکې د کورني لګښت لپاره پیسې اېښودل کېږي. خو پاکستان د نړۍ په هغه شلو هېوادونو کې راځي چې په دغه بوخڅۍ کې یې د ولسي خدمتونو پرځای پوځي لګښتونو ته تل زیاتې پیسې اېښې وي.

XS
SM
MD
LG