د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان په دفاعي بجټ کې د زیاتوالي وړاندیز ولې شوی؟


د پاکستان حکومت د راتلونکي کال په بجټ کې د هېواد دفاعي چارو ته د ۱۱۰۰ اربه روپيو ورکولو وړانديز کړی دی.

په دې پيسو کې البته هغه ۲۶۰ اربه روپۍ نه دي شاملې چې د متقاعدو سرتېرو د پينشن او د اضافی وسلو اخيستلو په څېر کارونو به لګول کيږی.

د پاکستان د ماليې نوي ټاکل شوی وزير مفتاح اسماعيل د جمعې پر ورځ د هېواد په قامي اسمبلۍ کې د بجټ وړاندې کولو پر وخت په ترهګرۍ ضد جنګ کې د پاکستان د پوځي او نيمه پوځي ځواکونو د قربانيو يادونه وکړه او و يې ويل چې دوی د ترهګرو د پټن ځايونو په ويجاړولو کې بريالي شوي دي.

دلته پوښته راولاړيږي چې که په پاکستان کې واقعي وسله وال له ماتې سره مخ شوي دي، نو حکومت ولې د پوځ په بجټ کې د يادې اضافې وړانديز کړی؟

د دې پوښتنې په ځواب کې د اقتصادي چارو پوه اکرام هوتي وايي، پوځ له حکومته په خپلو شرايطو پيسې غواړي او حساب یې نه ورکوي.

"دفاعي بجټ په تېرو ۱۰ کلونو کې له ۴۵۰ څخه ۱۲۰۰ اربه روپيو ته رسېدلی. د پوځ د بجټ اډټ نه کيږي، او په پاکستان کې څوک هم داسې نشته چې معلومه کړي د دفاعي بجټ پيسې چيرته لګول کيږي؟ پوځ وايي چې له هند سره يې جګړه ده، له ترهګرۍ سره يې جګړه ده، ټوله نړۍ يې مخالفه ده، ځکه نو ډېرې پيسې بايد ورکړل شي او له دوی يې څوک پوښتنه هم بايد و نه کړي. نو دا خو يوه بنده کوڅه ده، دننه څوک ورتلای نه شي."

د پاکستان د دفاع لپاره په وړاندې کړل شوي بجټ کې د هېواد پر اټومي پروګرام د کېدونکيو خرچو يادونه هم نه ده شوې.

د اقتصادي چارو يو بل پوه فرخ سليم بیا وايي، په تېرو کلونو کې د پاکستان دفاعي بجټ په دوامداره توګه کم شوی دی.

"په يوه کال کې د هېواد دفاعي بجټ ۱۰ فيصده زياتول دومره لويه خبره نه ده. د پاکستان پوځ چې د هېواد دننه د وسله والو پر ضد کوم عمليات کول، د هغو لپاره به ورته وخت په وخت پيسې ورکول کېدې او داسې هم نه ده چې پوځ به يوازې د ملک دننه جنګيږي، زموږ سرتيري پر پولو هم پراته دي. او بيا په هېواد کې انفلاسيون ته هم بايد وګورو. ۱۰ فيصده اضافې ته زه اضافه نه وايم. د ۲۰۰۱ کال بجټ که ياد کړو نو د هېواد د مجموعي کورني پيداوار څلور اعشاريه شپږ فیصده برخه پر دفاع لګول کېده. په اوسني بجټ کې د دفاع لپاره د مجموعي کورني پيداوار درې اعشاریه دوه فيصده برخه پيسې بېلې کړل شوې دي. نو موږ دا ويلای شو چې په تېرو شپاړسو اوولسو کلونو کې دفاعي بجټ په تېزۍ سره کم شوی دی."

د (جينز ډيفنس بجټ رپورټ) په نوم يوې نړيوالې ادارې د تېر کال په دسمبر مياشت کې په خپل يو رپورټ کې ويلي چې په ۲۰۱۸ م کال کې به د نړيوال دفاعي بجټ حجم تر ټولو لوړې کچې ته ورسيږي.

رپورټونه وايي، هند او چين د نړۍ له هغو پينځو هېوادونو څخه دي چې پر خپله دفاع زياتې پيسې لګوي. خو امريکايي دفاعي بجټ د نړۍ د ټولو هېوادونو پرتله زيات دی.

XS
SM
MD
LG