د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خیبر پښتونخوا کې اختر دی


په خېبر پښتونخوا کې د اختر لمونځ

نن د خېبر پښتونخوا په ګډون په افغانستان او زیاتره اسلامي هېوادونو کې وړوکې اختر لمانځل کېږي.

د خېبر پښتونخوا د پېښور قاسم علي خان جماعت مفتي شهاب الدین پوپلزي د جون دریمې پر ماښام اعلان وکړ چې له بېلا بېلو سیمو ورته د اختر د میاشتې په لیدو په لړ کې په کافي شمېر کې شهادتونه ترلاسه شوې نو له دې کبله به اختر د جون پر څلورمه کوي.

د مفتي پوپلزي تر اعلان وروسته د خېبر پښتونخوا حکومت هم اختر اعلان کړ.

د خېبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر شوکت یوسفزي رسنیو ته وویل، د صوبې له بېلا بېلو برخو د اختر میاشت لیدو په اړه د شهادتونو تر راتلو وروسته وزیر اعلی محمود خان هم د جون پر څلورمه اختر لمانځي.

د پاکستان د میاشتې لیدو مرکزي کمیټه رویت هلال به د جون پر څلورمه ماښام د اختر میاشتې لېدو لپاره کېني. د کمیټۍ د مشر مفتي منیب الرحمان په مشرۍ تر غونډې وروسته به د اختر د ورځې په اړه اعلان کېږي.

XS
SM
MD
LG