د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر کوټه - ږوب روډ ټرافیکي پېښې ۱۳ تنه وژلي


کلا سېف الله کې د ټرافیکي پېښې ژوبل تنان. ۲۰۱۹ کال د جون ۳مه
کلا سېف الله کې د ټرافیکي پېښې ژوبل تنان. ۲۰۱۹ کال د جون ۳مه

د بلوچستان په کلا سیف الله کي د سړک په یوه پیشه کي ۱۳ کسان وژل سیوي او ۵ نور ټپیان دي.

بېګا د کلا سیف الله په علي خیلو سیمه کې د سورلۍ وېګن او لارۍ له جنګېدو ۱۳ کسان وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي. په وژل شویو کې څلور ماشومان او یوه مېرمنه هم شامله ده.

د چارواکیو په وینا چې وېګن له کوټي څخه د ژوب پر لور روان وو چې ناڅاپه د کلا سیف الله په عليخېل سیمه کې د ژوب له لوري له ورانې لارۍ سره یې ټکر وکړ. د د پېښې مړي او ټپیان د کلا سیف الله یوه ځايي روغتون ته رسول شوي دي. سخت ژوبل ټپیان یې د کوټې سیول روغتون ته لېږدولي دي.

پر پېښه د بلوچستان اعلا وزیر سخت خپګان ښودلی او امر یې کړی دی چې د ټپیانو د علاج لپاره دې ټول ګامونه پورته کړل شي.

د روغتیا ادارې صوبايي سکرېټري حافظ ماجد ویلي دي چي د ټپیانو د درملنې لپاره د کوټې په سول هسپتال کې بېړنی حالت اعلان شوی دی او د ټراما مرکزټوله ډاکټران او نوره عمله ورغوښتل شوې ده.

د ژوب – کوټې لویه لار چې له کله پخه شوې ده نو د ګاډو تېز تګ له کبله بیا بیا پېښې ورباندې کېږي چې له تېرو څو کلونو راهیسې په سلګونو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

XS
SM
MD
LG