د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران: که امریکا درناوی وښيي، خبرې ورسره کېدی شي


د ایران ولسمشر حسن روحاني
د ایران ولسمشر حسن روحاني

د ایران نیمه دولتي خبري اژانس فارس ویلي، ولسمشر حسن روحاني د جون پر لومړۍ نېټه د خبرو پرمهال اشاره ورکړې چې که امریکا درناوی وښیې، نو تهران به هم کېدای شي، له امریکا سره خبرو ته رضا شي.

نوموړي دا هم وویل چې ایران به د خبرو لپاره تر فشار لاندې رانشي.

د ایران ولسمشر دا څرګندونې په داسې مهال کړي چې د واشنګټن او تهران ترمنځ ترینګلتیا زیاته شوې ده. امریکا تېرکال د ایران له ایټمي تړون څخه ووته او ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر هغه هېواد یو وارې بیا اقتصادي بندېزونه ولګول.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مې پر ۲۹مه ویلي ول چې په ایران کې د رژیم بدلون نه غواړي.

د ایران ولسمشر د دې په غبرګون د جون پر لومړۍ نېټه وویل، د هېواد دښمن یې پروسږ کال غوښتل چې د ایران اسلامي رژیم ړنګ کړي خو اوس بیا وايي چې له نظام سره یې کار نه لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG