سعودي پاچا سلمان په مکه ښار کې د عربي هېوادونو بېړنۍ سرمشریزې پرانیستغونډې ته په وینا کې پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې د نورو هېوادونو په چارو کې د ایراني رژیم د مداخلې مخنیوي لپاره ټولې لارې چارې وکاروي.
نوموړي د مې پر۳۰مه پر تهران د نړیوالو او سیمه ییزو ترهګرو ډلو د ساتلو او د نړیوالو اوبو ټرانسپورټي لارو ګواښلو تورونه پورې کړل.
د خلیج همکارۍ سازمان سرمشریزه د مې پر۳۰ مه پیل شوه خو نن تر سهار وختي روانه وه.
دا غونډه پر داسې مهال کېږي چې په وروستیو کې د ایران او امریکا او عربي ملګرو ترمنځ اړیکې خورا ترینګلي شوي دي.
تهران پر ځان لګېدلي تورونه تل رد کړي.
هلته عراقي ولسمشر برهم صالح په سیمه کې د ترینګلتیا کمولو په موخه د واشنګټن او تهران ترمنځ د درېیمګړي رول لوبولو وړاندیز کړی.
په عین وخت کې ریاض د مې پر۳۱مه د اسلامي هېوادونو همکارۍ سازمان (او ای سي) سرمشریزې کوربه هم دی چې ورته د پاکستان وزیر اعظم عمران خان او افغان ولسمشر اشرف غني په ګډون ګڼ مشران ورغلي دي