د لاسرسي ځای

تازه خبر

د وزیرستان پېښې پرضد په اروپايي ښارونو کې لاریونونه


برتانیا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پلویانو احتجاجي مظاهره.
برتانیا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پلویانو احتجاجي مظاهره.

پراګ - د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) غړو او پلویانو د اروپا په بېلا بېلو ښارونو کې د شمالي وزیرستان خړ کمر پېښې ضد مظاهرې کړې دي.

د مې پر ۳۰مه په مظاهرو کې د هغې پېښې د ازادو پلټنو او د غورځنګ د مشرانو او ملاتړو د خوشې کولو غوښتنې شوي دي.

پي ټي اېم د مې پر ۲۶مه، په خړ کمر کې د پاکستانیو عسکرو په ډزو کې د خپلو ١٣ تنو د وژل کېدو او د ۴۰ نورو د ژوبلېدو خبره کوي خو پوځ وايې چې پر پوسته یې برید وشو چې پکې پېنځه سرتېري ژول شول چې وروسته پکې یو مړ شو.

خو پي ټي اېم د پوځ دا دعوه نه مني.

د مې پر۳۰مه له مشال راډیو سره په خبرو کې د ډېنمارک په کوپنهاګن کې د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه مخکښ نقیب خان وویل چې دوی د دې مظاهرو له لاری خپل اواز د بشري حقونو نړیوالو سازمانانو او حکومتي ادارو ته رسول غواړي.

"موږ د ډېنمارک په پلازمېنه کوپن هیګن کې راټول شوي یو، دلته احتجاج روان دی، [شاوخوا ۲۰۰] کسان راجمع شوي یو، د ډېنمارک له بېلا بېلو سیمو خلک راغلي دي. موږ په خړ کمر کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر غړو د پوځ د ډزو مذمت کوو او د پلټنو غوښتنه کوو."

په پاریس کې د بشري حقونو دفاع کوونکی او د پښتون ژغورنې غورځنګ یو فعال فضل الرحمان اپریدی وايي، دوی له احتجاجي مظاهرو سره سره خپلې غوښتنې په لیکلی بڼه هم د بشري حقونو له نړیوالو سازمانانو او د ملګرو ملتونو له ادارو سره شریکوي، چې داسې خپل اواز نور هم قوي کړي.

په اروپا او امریکا کې د غورځنګ د هلو ځلو په اړه نوموړي پر پنجشبې له مشال راډیو سره په خپلو خبرو کې وویل، پي ټي ایم کاناډا له وړاندی مظاهره کړی ده، د مې پر ۳۰مه په لندن او کوپنهاګن کې احتجاجونه شوي.

د لندن د مظاهرې یوه څنډه
د لندن د مظاهرې یوه څنډه

​د اپریدي په خبره په هالینډ کې هم مظاهره شوی ده او د جولای پر وړومبۍ نېټه یې ملګري په جینیوا کې "یوه لویه احتجاجي غونډه" کوي.

دی وايي، دې غونډې لپاره به د اروپا پر کچ یو لاریون هم کېږي چې له لندنه به پیل شي.

پښتون ژغورنې غورځنګ په پاکستان کې په پوځي عملیاتو او ترهګرو بریدونو کې پښتنو ته د رسېدلو ځاني او مالي تاوانونو د پوره کولو، سیمه کې د امنیت پرځای کولو او بشري حقونو د سرغړونو د پلټنو غوښتنه کوي، بل خوا د پاکستان حکومتي او پوځي چارواکي د دوی غوښتنې قانوني بولي، خو په طریقه کار يې اعتراضونه کوي او د غورځنګ د یو شمېر فعالانو پر ضد يې مقدمې هم جوړې کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG