د لاسرسي ځای

تازه خبر

پکتیا کې د سړي تښتونکو ۷ کسیزه ډله نیولې شوې

د افغانستان د پکتیا ولایت چارواکي وايي، چې پرون د چارشنبې په ورځ د یاد ولایت د ملي امنیت منسوبینو د سړي تښتونکو یوه اوه کسیزه ډله نیولې او له هغوی څخه يې د اقبال په نوم یو شپږ کلن ماشوم ژغورلی دی. د چارواکو په وینا یاد ماشوم ۲۲ ورځې مخکې سړي تښتونکو د احمدابا ولسوالۍ د همت خېلو په سیمه کې د کور له مخې تښتول وو.

چارواکي وايي، چې سړي تښتونکو د ماشوم له کورنۍ څخه د ۲۵ لکه افغانیو غوښتنه کوله.

د دوی په وینا، چې یاد ماشوم د مرکز ګردیز اړوند د بالادې کلي په یو کور کې ساتل کېده، چې د کشفي ادارو د پرلپسې هڅو وروسته يې ځای مالوم او د ملي امنیت منسوبینو په عملیاتو کې وژغورل شو.

د دوی په وینا چې سړي تښتونکو په خپلو جرمونو اعتراف کړی دی.

یاد ماشوم رسنیو ته وویل،سړي تښتونکو به ورته ویل، چې که پلار دې پیسې ورنکړي، نو لاس او ګوتې درڅخه پرې کوو او په خلطه کېيې ورلیږو.

د ماشوم پلار او نیکه د افغان ځواکونو له مرستې مننه وکړه او ويې ویل، چې د سړي تښتونکو لخوا د دومره پیسو په غوښتلو ناهیلي شوي وو او فکر يې نه کاوه چې اولاد سره به بیا وګوري.

انځور سایز

نجیب الله الوخېل

نجیب الله الوخېل په خوست کې د مشال راډیو خبریال دی او د خوست، پکتیا، پکتیکا او لوګر په اړه رپورټونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG