د لاسرسي ځای

تازه خبر

پکتیا کې افغان ځواکونو لوی شمېر وسله نیولې

د پکتیا امنیتي چارواکي وايي، د ملي امنیت ځواکونو په مرکز ګردېز کې ۳۵۸ میله بېلابېله وسله چې په یو لوی باروړونکي موټر کې ځای پر ځای شوې وه له پنځو تنو لیږدونکو سره یو ځای نیولې ده. د چارواکو په وینا، د یادېوسلې سره په خوا کې ۵۳ د چره ییزو ټوپکو ميلونه او ۳۵۶ د مرمیو شاجورونه هم د افغان ځواکونو لاسته لویدلي دي. د پکتيا د والي ویاند عبدالله حسرت مشال راډیو ته وویل، دغه وسلې د پولې له پورې غاړې د تخریبي فعالیتونو په موخه راوړل شوې وې، چې د ملي امنیت منسوبین يې په نیولو بریالي شول. حسرت زیاتوي، د یادو وسلو ترڅنګ پنځه کسان هم نیول شوي،چې تحقیقان ورڅخه روان دي.

انځور سایز

نجیب الله الوخېل

نجیب الله الوخېل په خوست کې د مشال راډیو خبریال دی او د خوست، پکتیا، پکتیکا او لوګر په اړه رپورټونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG