د لاسرسي ځای

تازه خبر

امريکا په ايران کې رژيم بدلول نه غواړي: ټرمپ


جاپان: په ت،کیو کې د امریکا ولسمشر دونلډ ټرمپ له جاپاني وزيراعظم شېنزو ابې سره. د ۲۰۱۹ ز کال ۲۶م مې
جاپان: په ت،کیو کې د امریکا ولسمشر دونلډ ټرمپ له جاپاني وزيراعظم شېنزو ابې سره. د ۲۰۱۹ ز کال ۲۶م مې

په ټوکيو کې له جاپاني وزيراعظم شېنزو ابې سره تر خبرو اترو وروسته د امریکا ولسمشر دونلډ ټرمپ وويل چې واشنګټن په ايران کې د رژيم بدلولو نه بلکې د جوهري وسلو ختمولو په تکل دی.

نوموړي زياته کړه، ګمان کوي چې له ايران سره به يوه جوړ جاړي ته ورسېږي. د دواړو هېوادونو ترمنځ له هغه وروسته تعلقات خراب شوي چې امريکا تېرکال د ايران او د نړۍ طاقتورو هېوادونو ترمنځ په ۲۰۱۵ م کال کې له شوي جوهري تړونه راووته.

د تړون له مخې تهران به د اقتصادي بنديزونو ليرېکېدو په بدل کې له جوهري پروګرامه لاس اخلي. له هغه راوروسته امريکا پر ايران بيا بنديزونه ولګولي، د خبرو له لارې يې ورباندې فشار او په منځني ختيځ کې يې خپل پوځي شتون زيات کړی چې په نتيجه کې د دې هېواد له تهران سره د ممکنه پوځي شخړې رامنځ ته کېدو اندېښنې ډېرې شوې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG