د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان یو شمېر مامورینو د نه خوړلو احتساب پیل کړی


کوټه ـ د بلوچستان د پرمختیايي ادارې " بي ډي اې" یو شمېر کارکونکي د خپلو نوکریو د پخولو په موخه پر احتجاج او د نه خوړلو په احتساب بوخت دي.

د دوی شمېره ۲۰ تنه ده چې د مې له ۲۲مې راهېسې یې د کوټې پرېس کلب مخې ته د نه خوړلو هړتال پیل کړی او غوښتنه کوي چې حکومت دې د دوی نوکرۍ پخې کړي.

د احتجاج کونکو په وینا، د دوی د ادارې له ۷۰۰ څخه زیات کارکوونکي عارضي ملازمت کوي چې د مستقل کېدو غوښتنه کوي.

د نور احمد په نوم یو احتجاج کوونکي مشال راډیو ته وویل:

"که په دې صوبه کې د اوسېدو حق نه لرم نو په یو ډز مې مړ کړه، حق خو مه رانه اخله، اولاد خو مې مه وژنه، زه خو خپل حق غواړمه."

د یار محمد ترین په نوم یو بل احتجاج کوونکي مشال راډیو ته وویل، د ده په ګډون داسې ګڼ کسان دي چې له تېرو ۱۵ کلنو راهېسې په عارضي قراردادونو ملازمت کوي او نوکرۍ یې ورته نه پخېږي. نوموړي هم دا غوښتنه وکړه چې حکومت دې د دوی نوکرۍ مستقلې کړي.

د یو شمېر سیاسي ګوندونو مشران هم د احتجاج کونکو خوا ته ورغلي او د هغوی حال یې اخېستی دی. د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سېنېټر عثمان کاکړ هم هلته ورغلی وو، هغه مشال راډیو ته وویل:

"تېر حکومت له دوی سره منلې وه چې دغه عارضي ملازمین به خپل اسناد حکومت ته ښکاره کوي او د دې ثبوت به وړاندې کوي چې څو کاله یې ملازمت کړی دی، او بیا به مستقل کېږي، نو پکار ده چې د دغو کسانو مشکل په زر ورته حل کړل شي. "

عثمان کاکړ زیاتوي، که د دغو احتجاج کونکو غږ وانه ورېدل شو نو ټول سیاسي ګوندونه به یې ملاتړ ته ووځي.

د بلوچستان د پرمختیايي ادارې کارکوونکي دا هم وايي چې له تېرو څو میاشتو راهېسې یې تنخواګانې هم بندې دي.

خو د بلوچستان د وزیراعلی جام کمال لخوا اعلان شوی چې حکومت د دغو ملازمینو د نوکریو د دایمي کولو لپاره یوه کومیټي پر کار ګومارلې ده او امر یې کړی چې حکومت دې دغو کسانو ته د تېرو څلورو میاشتو معاشونه زر ورکړي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG