د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اروپايي پارلمان انتخابات روان دي


په اروپا کې په میلیونونو کسان د اروپایي پارلمان د غړیو ټاکلو لپاره رایي اچوي.

لومړنۍ پایلي ښيي چې د ځینو څارونکو د وړاندیونو برعکس ښي اړخو ګوندونو زیاتې رایې نه دي اخیستي.

دا ټاکنې تیره اونۍ پیل شوې چې په لړمړي پړاو کې په برتانیا او هالینډ کې خلکو رایي واچولې او تېره ورځ په ایرلنډ او چک جمهوریت کې خلکو رایې استعمال کړې. د اروپا په دریو نورو هیوادو کې به خلک د مې پر ۲۵مه رایې اچوي.

په اروپا کې د دې انتخاب لپاره شاوخوا ۴۰۰میلیونه کسان د رایې ورکولو جوګه دي چې د اروپایي پارلمان ۷۵۱ غړي انتخاب کړي.

تمه ده چې د اروپایي ټولنې په ټولو ۲۸ هېوادونو کې د انتخاباتو د ترسره کېدو وروسته به لومړنۍ سرکاري نتیجې د مې پر ۲۶ اعلان شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG