د لاسرسي ځای

تازه خبر

وزیر اعظم دې د فرشتې کور ته ورشي: عثمان کاکړ


د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سېنېټر عثمان خان کاکړ په اسلام اباد کې خبري غونډه کوي: ۲۰۱۹ز کال د مې ۲۴
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سېنېټر عثمان خان کاکړ په اسلام اباد کې خبري غونډه کوي: ۲۰۱۹ز کال د مې ۲۴

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند یوه مشر او سېنېټر عثمان خان کاکړ وايي، د پوليسو او هسپتالونو په نظام کې د بهترۍ له راوستلو سره سره وزيراعظم عمران خان او کورنيو چارو وزير ته پکار ده چې د فرشتې کور ته ولاړ شي.

نوموړي له حکومته غوښتي چې د ماشومې فرشتې د تښتولو او وژنې په معامله کې دې غفلت-کوونکو پولیسانو ته سزا ورکړي.

عثمان کاکړ په پنجشنبه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وویل، د هغه روغتون انتظامیې ته هم باید سزا ورکړل شي چې د فرشتې تر مړینې وروسته یې د هغې په طبي معاینه کې ځنډ وکړ. نوموړي پر دې خپګان ښکاره چې ولې پولیس د فرشتې اېف ای ار نه درجولو.

د پنجشنبې په ورځ د عوامي نيشنل ګوند مرکزي غړې ميا افتخار حسېن هم د فرشتې کور ته ورغلی و او د هغې له پلار سره تر ملاوېدو ورستو یې رسنيو ته وويل، که پوليسو په اوله ورځ اېف ای ار درج کړی وی نو حالات به نن بدل وو. حکومت دېدفرشتې کورنۍ ته د انصاف په ورکولو سره په راتلونکې کې د دا قسمه پېښو مخنيوي لپاره ګامونه پورته کړي.

بلخوا د وزيراعظم د اطلاعاتو سلا کاره وايي، دا د نظام کمزوري ده چې د پوليسو د مشر په کچه کېدونکې فیصلې هم د ملک وزيراعظم کوي.

فردوس عاشق اعوان د زيارت په ورځ د اسلام اباد په چک شهزاد سيمه کې د وژل شوې لس کلنې ماشومې فرشتې له پلار سره د غمرازۍ لپاره د هغې کور ته ورغلې وه. هغې له مېډیا سره په خبرو کې وويل د حکومت لخوا يې د فرشتې پلار ته باور ورکړ چې د لور په وژنه کې ککړو مجرمانو ته به د قانون مطابق سزا ورکول کېږي.

د دې وينا وه: ''دا بدقسمته پيښه موږ ټولو لپاره د فکر وړ ده د اېف ای ار درجولو نه واخلې تر پلټنو کولو پورېبيا د فرشتې مړی موندلو او د هغې تر پوسټ مارټمه پورې دا ټول کارونه زموږ د کمزوري سسټم نشاندهي کوي موږ له به دا سسټم له مضبوطولو سره سره د دا قسمه پېښو مخنيوي لپاره یوه کوټلې تګلاره جوړول وي. اوسنی حکومت په پوليس نظام کې اصلاحات کول غواړي او هغه ورځ لیرې نه ده چې دا اصلاحات به سر ته ورسوو. له دې سره سره رسنيو له هم پکار ده چې له دا قسمه پېښو څخه دې ولس خبروي.''

د فرشتې پلار دا تور پورې کوي چې د مې په پنځلسمه چې کله د لور د ورکيدو ايف ايي ار درج کولو لپاره تاڼې ته ورغې نو پوليسو ورسره همکاري ونکړه خو د مۍ په ۱۹مه پوليسو د ځينو سياستوالانو، وکيلانو او خبریالانو د هڅو وروستو ور له اېف ای ار درج کړو.

د ذکر ده چې وزيراعظم عمران خان د مې په ۲۲مه د فرشتې د وژنې په اړا اسلام اباد پوليسو نه وضاحت په غوښتلو سره امر کړې و چې د شهزاد ټاون تاڼې اېس اېچ او او نورې عملې پرضد بايد مقدمه درج شي او هره ورځ دې ورته د پلټنو په اړه تازه مالومات ورکړل شي.

د فرشتې مړی د مې پر ۲۱ مه خاورو ته وسپارل شو
د فرشتې مړی د مې پر ۲۱ مه خاورو ته وسپارل شو

د ۱۰ کلنې فرشتې پلار محمد نبي وايي، لور یې د مې پر ۱۵مه ورکه شوې وه او پولیسو یې څلور ورځې وروسته رپورټ درج کړ. د ده په خبره، د مې ۲۰مې پر ماخوستن یې د لور مړی وموندل شو چې په خورا خراب حالت کې وو. وزیراعظم عمران خان د شورو پر ورځ په یوه بیان کې د پېښو د پوره پلټنو امر وکړ. بیان زیاتوي، روغتیايي کارکوونکو د فرشتې د مړي په طبي معاینه کې له ځنډه کار اخیستی. د پاکستان حکومت وايي، د فرشتې کورنۍ ته انصاف ورکولو ته ژمن دی.

د اطلاعاتو او خپرونو چارو لپاره د پاکستاني وزیراعظم سلاکارې ویلي، د ماشومې فرشتې د وژنې پېښه د ټول نظام د کمزورۍ ښکارندويي کوي چې د تحریک انصاف په مشرۍ وفاقي حکومت یې د سمولو هڅې کوي.

فردوس عاشق اعوان پرون په اسلام اباد کې د فرشتې کور ته دوعا ته ورغلله او بیا یې خبریالانو ته وویل، حکومت د نوموړې کورنۍ ته انصاف ورکولو ته ژمن دی: کټ

د ۱۰ کلنې فرشتې مړی د مې پر ۲۰مه له اسلام اباده موندل شوی وو. د هغې پلار محمد نبي وايي، لور یې د مې پر ۱۵مه ورکه شوې وه او پولیسو یې پرچه نه دایروله. دی وايي، پولیسو څلور ورځې وروسته اېف ای ار درج کړ. د پاکستان وزیراعظم عمران د پېښې د پلټنو او د ځېنو پولیس افسرانو ضد د مقدمې درجولو امر کړی.

XS
SM
MD
LG