د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا فشارونو ته سر نه ټیټوو: روحاني


د ایران ولسمشر حسن روحاني. عکس له ارشیفه
د ایران ولسمشر حسن روحاني. عکس له ارشیفه

د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي، که پر هېواد یې بمباري هم وشي نو د امریکا فشار ته به تسلیم نه شي.

د ایران رسمي خبري اژانس ارنا د راپور له مخې روحاني د مې پر۲۳مه په ۱۹۸۰مه لسیزه کې د ایران او عراق جګړې کلیزې په ویاړ غونډې ته په وینا کې وویل چې ایرانیان له خپلواکۍ او عزته نه تېرېږي.

روحاني دا خبره په داسې حال کې کړې ده چې مخکې د ایران پوځ مشر خبرداری ورکړ چې د دښمن هر ډول یرغل به د دوی له سخت ځواب سره مخامخېږي.

د تهران او واشنګټن ترمنځ تعلقات وروسته له هغې ترینګلې شول چې یو کال مخکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ د نړیوالو ځواکمنو هېوادونو او ایران ترمنځ د ۲۰۱۵م کال له اټومي تړون امریکا وویستله.

د دغه تړون له مخه د ایران اټومي پروګرام محدودولو په بدل کې اقتصادي بندیزونه نرم شوي ول.

له تړونه تر پرشا کېدو راهیسې امریکا د ایران پر وړاندې سختي زیاته کړې ده او ورباندې یې بندیزونه بیا بحال کړي دي.

روانه میاشت امریکا په منځني ختیځ او خلیج فارس کې خپل پوځي موجودیت پیاوړی کړ او وجه یې د تهران لخوا ممکن ګواښونه ښيي.

په دې سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د جګړې د امکاناتو په اړه اندېښنې زیاتې شوي دي.

تهران د امریکا تورونه ردوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG