د لاسرسي ځای

تازه خبر

ظریف او قریشي پر "سیمه ییز امنیت" غږېږي


د ایران بهرنیو چارو وزیر د ۲۰۱۸ز کال د اګست پر ۳۱مه هم اسلام اباد ته تللی وو
د ایران بهرنیو چارو وزیر د ۲۰۱۸ز کال د اګست پر ۳۱مه هم اسلام اباد ته تللی وو

اسلام اباد - پاکستاني چارواکي وايي، د ایران بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د مې پر ۲۴مه په اسلام اباد کې له خپل پاکستاني سیال شاه محمود قریشي سره خبرې کوي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې ظریف له خپل پلاوي سره د وزارت ودانۍ ته ورغلی چې لومړی هلته له قریشي سره پر "دوه اړخیزه تعلقاتو او سیمه ییز امنیت" خبرې وکړي او وروسته د پاکستان له ملکي او پوځي چارواکو سره هم ویني.

ظریف د مې ۲۳مې پر ماخوستن پر داسې مهال د پاکستان په دوه ورځني سفر اسلام اباد ته ورسېد چې د امریکا او ایران ترمنځ تعلقات ترینګلي شوي او واشنګټن په سیمه کې خپل پوځي حضور پیاوړی کړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ډاکتر محمد فیصل پرون په اسلام اباد کې اوونیزې خبري غونډې ته په وینا کې وویل، په سیمه کې حالات خورا جدي شوي او پاکستان باور لري چې ټولې خواوې باید خبرې د مسلو له لارې حل کړي.

په عین وخت کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې چې د امریکا د یرغل او تشدد د اقداماتو مخنیوي په برخه کې رول ولوبوي.

رویټرز خبري اژانس وايي، د امریکا د دفاع وزارت منځني ختیځ ته د ۵،۰۰۰ سرتېرو استولو پر پلان غور کوي.

د دفاع وزیر پیټرک شناهن هم تایید کړې چې پر پلان غور کوي خو د سرتېرو د شمېر په اړه یې څه نه دي ویلي.

هلته د ایران ولسمشر حسن روحاني د مې پر ۲۳مه ویلي چې هېواد یې امریکا ته نه تسلیمېږي. نوموړي په ۱۹۸۰ز لسیزه کې د ایران او عراق جګړې په مناسبت یوې غونډې ته په وینا کې وویل، د هېواد ولس هر ډول مشکل ګاللی شي خو ان که بمباري هم ورباندې وشي، له خپل عزته نه تېرېږي.

XS
SM
MD
LG