د لاسرسي ځای

تازه خبر

قبایلي ضلعو کې د ښځینه رای ورکوونکیو د شمېر زیاتولو هڅې


تصویر له ارشیفه
د تکړه قبایلي خویندو ټولنې غړیو یو ګډ عکس
تصویر له ارشیفه د تکړه قبایلي خویندو ټولنې غړیو یو ګډ عکس

په خیبر پښتونخوا کې د انتخاباتو کمېشن وايي په قبایلي ضلعو کې د ښځو رایو ورکوونکې شمېر زیاتولو لپاره یې هلې ځلې شروع کړي دي.

د یاد کمېشن یو چارواکي سهیل احمد د چارشنبې په ورځ مشال ریډیو ته وویل چې تر څو چې د قبایلي ضلعو د پارلیماني چوکیو بل ولسمشر لاسلیک او د قانون برخه نه وي ګرځولې تر هغو به په یادو سیمو کې راتلونکي انتخابات په ټاکلېې نېټه یانې د جولای پر دوهمه کېږي.

نوموړي په قبایلي ضلعو کې د ووټونو د شمیر په اړه وویل:

''زموږ د تازه شمېر ترمخه په قبایلي ضلعو کې د ټولو ووټونو شمېر څه باندې ۲۸۰۱۸۰۰ دی چې پکې نزدې ۱۶۷۱۰۰۰ د سړیو او ۱۱۰۳۰۰۰ د ښځو ووټونه دي. د ښځو د ووټونو شمېر مخکې ډېر کم وو. د زیاترو قبایلي ښځو ووټونه خو پرېږده، شناختي کارډونه هم نه وو. موږ اول د هغوي د شناختي کارډونو جوړولو کمپاین وچلولو او بیا مو د هغوی د ووټونو اندراج وکړ. او لا هم په دې برخه کې نور کار روان دی.''

بلخوا د ښځو د حقونو لپاره کارکونکې د مومندو قبایلي ضلعې عایشه حسن وايي اوس هم داسې ډېرې سیمې شته چې د ښځو لپاره یې رایې اچول کم امکان لري، پکار ده چې حکومت دې ته لا نوره توجو ورکړي:

''اوس هم داسې ډېرې سیمې شته چې ښځې د ووټ سوچ هم نشي کولی او نه یې شناختي کارډونه شته. زه چې په مومندو کې له کومې سېمې سره تعلق لرم هغه ډیره لرې پرته او شاته پاتې سېمه ده هلته ښځې څه چې سړي هم ووټونه نه لري. نو په قبایلي سېمو کې نورې داسې سېمې هم شته پکار ده چې حکومت یې خلکو ته د ووټونو اچولو موقعې برابرې کړي.''

خو الیکشن کمېشن وايي دې لړ کې یې د ځايي مشرانو او دیني عالمانو پشمول د چارواکو داسې کمیټۍ جوړې کړي چې نه یواځې د هرې مېرمنې شناختي کارډ او د ووټ اندراج به یقیني کوي بلکې دوی ته د خپلو ووټونو د استعمال موقعې به هم برابروي.

د الیشکن کمېشن لخوا د پولنګ مرکزونو لپاره د ښځینه کارکونکو تربیت کونکې تبسم مجید وايي په دغو مرکزونو کې به د ښځو لپاره د ځايي روایاتو سره سم انتظام موجود وي:

''د ښځو د رایو اچولو مرکزونو کې کارکوونکې ښځې د جینکو د سکولونو استادانې وي. دوی ته مونږ دا تربیت ورکوو چې ښځو ته دې احترام او سهولتونه ورکړي. او ښځو ته هم دا وایو چې ستاسو لپاره د ووټونو اچولو جدا مرکزونه وي، ستاسو د پردې لپاره پکې ځانګړي اقدامات شوي وي، پکار ده چې تاسو خپل ووټونه لازمي استعمال کړئ. که داسې ونکړئ نو بیا دا نشۍ ویلی چې تاسو نمایندګي نه لری او یا مو څوک خبره نه اوري.''

تبسم مجید زیاتوي چې په انتخاباتو کې د ښځو برخه اخیستل ډېر مهم دی ځکه چې د انتخاباتي کمېشن له قوانینو سره سم که په کومه حلقه کې په اچولو شویو ووټونو کې د ښخو د ووټونو شمېر تر لس فیصده کم وي نو هلته به بیا انتخابات کېږي.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله اوونيزه خپرونه روښانه مستقبل هم وړاندې کوي.  

XS
SM
MD
LG