د لاسرسي ځای

تازه خبر

شپږویشتم ايني ترميم ژر سېنېټ ته وړاندې کېږي


د پاکستان پارليمان وداني
د پاکستان پارليمان وداني

د پاکستان د پارليماني چارو وفاقي وزير اعظم خان سواتي وايي، په راتلونکیو ورځو کې به د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ او قامي اسمبلۍ کې د قبايلي ضلعو د څوکيو زياتولو په اړه ۲۶م ايني ترميم سېنېټ ته وړاندې کوي. بلخوا په سېنېټ کې د نورو سياسي ګوندونو استازي وايي حکومت بايد ژر تر ژره د ۲۶م ايني ترميم د منظورولو لپاره د سېنېټ غونډه راوغواړي.

د پارليماني چارو وفاقي وزير اعظم خان سواتي، د مې په ۲۲مه، مشال راډيو ته وويل چې د ۲۶م ايني ترميم په اړه د سېنېټ غونډي رابللو لپاره يې د وزيراعظم سلاکار نعيم الحق سره ملاقات کړي دي او تمه ده چې په راتلونکې ورځو کې به په دي لړ کې سټراتيجي ته حتمي شکل ورکوي. دا ايني ترميم د قبايلي ضلعو د پارليماني څوکيو د زياتولو په اړه دي. وفاقي وزير اعظم خان سواتي د سېنېټ غونډي رابللو په اړه زياته کړه:

''موږ حکومت هم غواړو چې دا بل ژر تر ژره منظور شي او ولسمشر يې لاسليک کړي. په دي لړ کې په راتلونکو دوو ورځو کې به سټراتيجې وړاندې کړو.''

د مې په ۱۳مه د پاکستان قامي اسمبلۍ په متفقه توګه ۲۶م ايني ترميم منظور کړی چې پکې د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ او قامي اسمبلۍ کې د قبايلي ضلعو د څوکيو زياتولو غوښتنه شوې ده. د ايني ترميم په حق کې ۲۸۸ رايې ورکړل شوې وي. په سېنېټ کې د قانون قايمه کميټۍ مشر او د پيپلز پارټۍ سېنېټر فاروق ايچ نائيک مشال راډيو ته وويل چې د سېنېټ غونډه ولسمشر د وزيراعظم په مشوره رابلي.

''حکومت له پکار ده چې د دي ترميم منظورولو لپاره غونډه راوبلي. خو حکومت تراوسه پوري اجلاس نه دي راغوښتي. حکومت به د بجټ اجلاس هم راغواړي خو هغه يې هم نه دي کړي. داسي خبري کېږي چې د جون ۱۱مې د بجټ اجلاس به وي. خو د بجټ غونډه کې په نورو امورو خبري نه کېږي يوازې د بجټ خبري وي.''

سېنېټر فاروق ايچ نائيک زياته کړه چې د قامي اسمبلي پشان په سېنېټ کې به د ترميم ملاتړ کوي. خو د بلوچستان عوامي پارټۍ سېنېټر انوار الحق کاکړ وايي، چې د ۲۶م ايني ترميم په اړه په سېنېټ کې ټول ګوندونه يو شان موقف نه لري. ده زياته کړه:

پر ۲۶م ايني ترميم ټول سلا دي: حکومت

د قبايلي ضلعو پارليماني څوکيو زياتولو په اړه که ۲۶م ايني ترميم د سېنټ نه منظور شویو نو د ولسمشر تر لاسليکولو وروسته به د پاکستان د اساسي قانون رسمي برخه شي. ۲۶ م اييني ترميم چې په قامي اسمبلۍ کې د شمالي وزيرستان استاذي محسن داوړ وړاندې کړی وو غوښتنه شوې چې د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ کې دې د قبايلي ضلعو څوکۍ له ۲۱ څخه 24 او د قامي اسمبلۍ ۱۲ څوکۍ څوکۍ دې په ځای وساتل شي.

XS
SM
MD
LG