د لاسرسي ځای

تازه خبر

ثنا اعجاز ته د ورکړیو دړکو پلټنې کوو: پولیس


ثنا اعجاز

پراګ: د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه مرکزي مخکښه ثنا اعجاز وايي، د پېښور پولیسو ته یې درخواست ورکړی دی چې د هغو نامالومو کسان پرضد مقدمه درج کړي چې دې ته د مرګ دړکې ورکوي.

ثنا اعجاز د مې پر ۱۷مه مشال راډیو ته وویل، دړکې پخوا هم ورکړل شوې وې خو په لومړي ځل په موټر کې سپاره یوه کس تمانچه هم ورته نیولې ده.

دې وویل دا پېښه د مې میاشتې پر ۱۱مه هغه مهال وشوه چې دا په پېښور کې په یو ټېکسي کې تله نو یوبل موټر ورسره پر څنګ شو او د شا په سیټ کې ناست کس لومړی ورته ګوته وخوځوله او بیا یې ورته تمانچه ونیوله.

ارمان لوڼي ته به یې هم داسې دړکې ورکولې، وسلې به یې ورته ښکاره کولې او د هغه د وژلو هڅه به یې کوله خو ارمان دا تېروتنه وکړه چې دا خبره یې ولس او سوشل میډیا ته ونکړه چې ده ته داسې مسله ورپېښه ده
وړانګه لوڼۍ

نوموړي زیاته کړه، ''ما ته بیا بیا دړکې راکړل شوې دي چې ژوند به دې ختم شي او که مخامخ راغلي دي هم نو یوازې یې دهړکې راکړې دي خو په لومړي ځل یې تمانچه هم راته ونیوله او بیا یې موټر تېر کړ او ولاړ.''

ثنا اعجاز وویل، پولیسو ته تر تګ وړاندې دوې درې ورځې ځکه پکې ووتې چې له ملګرو سره یې سلا مشورې کولې.

هغې وویل، ''زه چې راغلم نو ما له ملګرو سره دا خبره شریکه کړه. چا ویل چې باید ولس په خبر کړل شي او چا بیا د دې مخالفت وکړ خو د وړانګې لوڼۍ د ولس پر خبرولو په دې ډېر ټینګار وکړ چې د دې په وینا ارمان لوڼي ته هم داسې دړکې وې خو هغه پرې خاموشه پاته شوی وو نو اوس موږ ته داسې نه دي کول پکار چې خاموشه پاته شو.”

وړانګه لوڼۍ هم د پښتون ژغورنې غورځنګ غړې او د غورځنګ د مرکزي کمېټۍ د وژل شوي غړي ارمان لوڼي خور ده.

نوموړې په دې اړه مشال راډیو ته وویل چې دا کار ریاستي ادارې کوي او ثنا اعجاز باید د ارمان لوڼي په څېر د خاموشه پاته کېدو تېروتنه ونکړي.

وړانګې لوڼۍ وویل، ''ارمان لوڼي ته به یې هم داسې دړکې ورکولې، وسلې به یې ورته ښکاره کولې، ناڅرګنده موټرونه به ورباندې چاپېره شول او وسله وال کسان به ورته راغلل او د ده د وژلو هڅه به یې کوله خو ارمان دا تېروتنه وکړه چې دا خبره یې ولس او سوشل میډیا ته ونکړه چې ده ته داسې مسله ورپېښه ده.''

دا له جمهوريت سره په ټکر کې خبره ده چې مخالف فکر لرونکي دې د تشدد له لارې خاموشه کړل شي.
پروفېسر عمار علي جان

خو ثنا اعجاز نه یوازې دا خبره د ټولنیزو رسنیو له لارې ولس ته کړې بلکې پولیسو ته یې هم د مقدمې لپاره رسمي درخواست ورکړی دی.

د پېښور پولیسو د عملیاتو مشر اېس اېس پي ظهور اپرېدي مشال راډیو ته وویل، دوی د ثنا اعجاز له خوا پر ورکړل شوي درخواست پلټنې کوي.

ظهور اپرېدي وویل، ''موږ ته درخواست راکړل شوی دی او موږ پر هغه کار کوو. تر اوسه مقدمه نه ده درج شوې. چې کله پلټنې پای ته ورسېږي نو به هغه وخت د مقدمې درجولو په اړه مالومه شي.''

د پښتون ژغورنې غورځنګ تر څنګ د بشري حقونو لوی شمېر مبارزینو پر ټولنیزو رسنیو په شریکه غږ پورته کړی چې ریاست باید د داسې کړنو مخه ونیسي.

پروفیسر عمار علي جان په پاکستان کې یو له هغه فعالانو دی چې هم په وار وار دړکې ورکړل شوې دي او هم د ده په وینا د ریاستي ادارو له خوا نیول شوی هم دی.

هغه مشال راډیو ته وویل، دا له جمهوريت سره په ټکر کې خبره ده چې مخالف فکر لرونکي دې د تشدد له لارې خاموشه کړل شي.

نوموړي وویل، ''داسې یو ملک هم نشي چلېدای چې مخالف فکر لرونکو یا اعتراض کونکو ته د مجرمانو په نظر وکتل شي او یا دې هغوی پر بهرنۍ ایجنډا کارکونکي وبلل شي لکه څنګه چې زموږ په ملک کې کېږي. نو زما په خیال دا د مسایلو د حل لار نه ده بلکې موږ په داسې کولو سره د مسایلو لا ډېرولو پر لور روان یو.''

ثنا اعجاز مشال راډیو ته وویل، له تېرې یوې لسیزې راهسې د پاکستان په آیین او قانون کې دننه د بشري حقونو لپاره مبارزه کړې ده او بیا به یې هم جاري ساتي.

XS
SM
MD
LG