د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکايي ډالر بیا د پاکستانۍ روپۍ نرخ وواهه


تصویر له ارشیفه
تصویر له ارشیفه

په پاکستان کې بیا روپۍ د امریکايي ډالر پر وړاندې لاندې غورځېدلې ده.اقتصادپوهان وايي، د پیسو نړیوال صندوق سره د پور اخیستو له تړونه پس ښکاري چې پاکستانۍ روپۍ نوره راولوېږي او وېره یې ښودلې چې ګراني به زښته ډېره شي.

په اسلام آباد کې د یوه نجي/شخصي بانک یوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته وویل، نن د اپرېل پر ۱۶مه نېټه په بانک کې دننه یو ډالر په یوسل اته څلوېښت پاکستانیو روپیو بدلېدو. ویل کېږي چې د ډالر نرخ له ختو سره به نور د سیکې/کرنسیو په خلاصو مارکېټونو کې بیوپاریان ډالر نه پلوري.

د ډالر په پرتله د روپۍ قدر نور هم ټیټ شوی. نو ښکاره خبره ده کله چې د ډالر په مقابله کې د روپۍ ارزښت لوېږي نو ګراني هم ورسره سیوا کېږي او د هر څیز نرخ زیات شي. د دې غټه وجه دا ده چې موږ تېل په ډالر اخلو او بیا د دې په وجه د تیلو نرخونه هم سیوا شي.
اکرام هوتي

مشال راډیو چې په پېښور او اسلام آباد کې د سیکو/کرنسیو کاروباریانو څخه په دې اړه وپوښتل نو وینا یې وه چې له دوی سره ډالرې نه شته.

له مشال راډیو سره خبرو کې په اسلام آباد کې د اقتصادي چارو څارونکي اکرام هوتي وویل چې په دا روستیو کې پاکستان له ای اېم ایف سره لوظنامه کړې نو ځکه دا نرخ یو دم بره وختو او کله چې پاکستان ته دا پیسې ملاو شي نو د ډالرو نرخ به نور هم بره وخېژي.

د نوموړي په خبره: ''له ای اېم اېف سره چې د ډالر نرخ سېواکېدو یو کوم پټ تړون شوی دی، نو له هغه پس به بانکونه د ډالر نرخ سیوا کوي ځکه چې له بانکونو سره روپۍ وي او بیا بانکونو له خلکو روپۍ په ارزانه نرخ اخلي او په ګرانه يې پلوري، نو په دې کې د بانکونو کارمندان ککړ دي او اوس چې په پاکستان کې د ډالرو کوم بحران دی دا به له ای اېم ایفه د پور/قرضې ملاوېدو پس نور هم سېوا کېږي.''

مشال راډیو سره یو بل د اقتصادي چارو تجزیه ډاکټر معراج الحق وویل د ډالر د نرخ په سیوا کېدو به ګراني نوره هم سیوا شي او د دې نېغ په نېغه اثر به په غریب ولس پرېوځي.

ډاکټر معراج وويل: ''د ډالر په پرتله د روپۍ قدر نور هم ټیټ شوی. نو ښکاره خبره ده کله چې د ډالر په مقابله کې د روپۍ ارزښت لوېږي نو ګراني هم ورسره سیوا کېږي او د هر څیز نرخ زیات شي. د دې غټه وجه دا ده چې موږ تېل په ډالر اخلو او بیا د دې په وجه د تیلو نرخونه هم سیوا شي. دا رنګ چې څومره هم شیان موږ له بهره راغواړو نو هغه به ګران ملاېږي نو دا شان به له دې ګراني زیاته شي.''

د مې په دوولسمه د پیسو نړیوال صندوق خپل جاري شوي یو بیان کې ویل وو چې د نهه دېرشو په موده کې پاکستان ته د شپږ اربه ډالره قرض ورکولو باندې سلا شوي دي.

بل پلو د شورو په ورځ د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ شوې غونډه کې د خزانې سلاکار ډاکټر عبدالحفیظ شېخ په مشرۍ د ډالر نرخ قابو کولو لپاره یوه کمېټۍ جوړه کړل شوې. په دې کمېټۍ کې د سټېټ بانک ګورنر هم شامل دی او دا به هغه وجوهات لټوي چې ولې د ډالر نرخ خېژي او د ټیټولو لپاره څه کول پکار دي؟

XS
SM
MD
LG