د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بدامنۍ او ګرانۍ خلاف په کوټه کې هړتال کېږي


په کوټه او ټول بلوچستان کې بیا بیا د بدامنۍ پېښو ګڼو خلکو ته مرکژوبله اړولې. عکس له ارشفه

بلوچستان کې اپوزیشن ګوندونو او د سوداګرانو ټولنې (انجمن تاجران) د صوبايي حکومت پرضد په کوټه ښار کې د مې پر اوولسمه نېټه د هړتال او احتجاج اعلان کړی دی.

دوی وايي چې صوبايي حکومت نه یوازې کلنی بجټ ضایعه کړی دی بلکې په واک کې له راتلو سره نه یوازې په ټول بلوچستان کې د ناامنۍ پېښې زیاتې شوې دي بلکې ګرانۍ او ورځ تر بلې د پټرولو ګېسو نرخونه اسمان ته خېژي. دا څرګندونې دوی په سېشنبه/نهې په کوټه کې یوې خبري غونډې ته کولې.

د بلوچستان په ۸۸ اربه روپیو کې په مټې یوڅو اربه روپۍ لګېدلي دي. هغه هم لګېدلې نه دي بلکې د ټنډرو په پړاو کې دي. دا ټوله د صوبايي حکومت نااهلي ده. یو خو زموږ صوبه پسمانده ده بل چې زموږ صوبې ته له وفاقه یو څه خیرات ورکول کېږي. هغه بیا د یوه نااهله حکومت له لاسه ضایع کېږي.

په بلوچستان اسمبلۍ کې د مخالفو ګوندونو مشر ملک سکندرخان اېډوکېټ خبري ناستې ته ویلي، چې روان مالی کال د جون په ۳۰مه نېټه پای ته رسېږي خو د حکومت له لوري په صوبه کې پرمختیايي کارونه په ټپه ولاړ دي چې له وجې یې د کلني بجټ (بودیجې) یوه لویه برخه ضایعه کېدو ده.

د نوموړي وینا وه چې له دې سره صوبې ته زښته لوی مالي زیان اوړي. د ده په خبره بدامنۍ، ګرانۍ او د کلني بجټ ضایعه کېدو په کتو مخالفو ګوندونو د حکومت پرضد د روانې میاشتې پر ۱۷ مه نېټه په کوټه کي کاربندیز او احتجاجي لاریون اعلان کړی دی.

اېډوکېټ حکومت ته خبرداری ورکړ که یې حالات ژر تر ژره سم نه کړل نو خپل احتجاجونه به ټولې صوبې ته وغځوي.

پاکستان کې د روژې له راتګ سره ګراني زیاته شوې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:49 0:00

له مشال راډیو سره په خبرو کې د بلوچستان نېشنل ګوند غړی ملک نصیر شاهواني وویل، د بلوچستان اوسني حکومت له لاسه د ولسي پرمختیايي پروژو [پي اېس ډي پي] تر اتیا فیصده پورې پیسې په ضایع کېدو دي.

''د بلوچستان په ۸۸ اربه روپیو کې په مټې یوڅو اربه روپۍ لګېدلي دي. هغه هم لګېدلې نه دي بلکې د ټنډرو په پړاو کې دي. دا ټوله د صوبايي حکومت نااهلي ده. یو خو زموږ صوبه پسمانده ده بل چې زموږ صوبې ته له وفاقه یو څه خیرات ورکول کېږي. هغه بیا د یوه نااهله حکومت له لاسه ضایع کېږي.''

د بلوچستان سوداګرو ټولنې هم د روانې بدامنۍ او ګرانۍ خلاف د اپوزیشن له لوري د اعلان کړي کاربندیز/هړتال ملاتړ کړی دی. له خبري ناستې سره په څنګ د انجمن تاجران بلوچستان مشررحیم کاکړ وویل چي په صوبه کي د ګراني له امله د تجارانو کاروبارونو ته هم لوی زیان اوښتی دی.

د نوموړي ووینا چې, ''هره ورځ پټرول ګرانېږي. چې کله پټرول ګران شي نو ټول شیان ورسره ګرانېږي. ځکه چې زموږ په صوبه کې کارخانه نه شته. زموږ سوداګر له نورو صوبو مالونه راوړي نو کله چې تېل ګرانېږي، کرایې ورسره لوړېږي. مخکې به ټرک کرایه ۶۰ زره روپۍ وه اوس یو نیم لاکو روپیو ته وختله. نو دغه وجې ده چې د ګرانۍ یوه توپان راغلی دی.''

خو له مشال راډيو سره په خبرو کې د بلوچستان حکومت ویاند لیاقت شاهواني وویل چې و زیر اعلا جام کمال خان د تېر حکومت له لوري ۲۵۰۰ زره داسې سکیمونه/پروژې له کلني بجټه اېستلي دي چې د ولس په ګټه نه وې. د نوموړي په وینا، ''پکار ده چې د حزب اختلاف له لوري د هغه جعلی سکیمانو سخت مخالفت شوی وی چې د ولس نه بلکې د ځینو افرادو په ګټه ول.''

نوموړي زیاته کړه، حزب اختلاف ته پکار ده چې د تېر حکومت د ناوړه سکیمانو دفاع و نه کړي بلکې د ولس د ګټي خبره وکړي ځکه چې اوسنی حکومت په صوبه کې د بې روزګارۍ ختمولو لپاره د تعلیم او روغتیا په څانګو کې ۲۰ زره ځوانانو ته د روز ګار موقعې برابرې کړې دي.

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

په سیالکوټ کې د هندوانو پخوانی مندر بیا پرانیستل شوی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:52 0:00
تفصیل...
XS
SM
MD
LG