د لاسرسي ځای

تازه خبر

خضدار: په ټرافیکي پېښه کې شپږ تنه وژل شوي ۲۰ ژوبل


د بلوچستان په خضدار کې په چارشنبه په يوه ټرافيکي پېښه کې لږ تر لږه شپږ تنه وژل شوي او ۲۰ ژوبل دي.

د پاکستان اېکسپريس ټريبيون د چارواکو له خولې وايي چې د خضدار په اورناچ سيمه کې د مساپرو دريو بسونو پر يو وخت له يوبل سره ټکر کړی. د خضدار مرستيال کمشنر ويلي دي چې دغه بسونه له خضدار، کوټې او پنجګور کراچۍ ته روان وو.

د يادونې ده چې په جنورۍ مياشت کې هم د بلوچستان په هب سيمه کې د مساپرو يو بس د تېلو له ټانکر سره ټکر کړی چې لږ تر لږه ۲۶ کسان پکې وژل شوي ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG