د لاسرسي ځای

تازه خبر

منځني ختیځ ته د سرتېرو استولو پلان نه‌ لرو: ټرمپ


ارشیف، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په واشنګټن کې یوه خبري غونډې ته د وینا پر مهال
ارشیف، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په واشنګټن کې یوه خبري غونډې ته د وینا پر مهال

په‌ داسې حال کې چې په رسنیو کې د امریکا او ایران ترمنځ د مخامخ کېدو بحثونه تاوده شوي، د امریکا ولسمشر هغه راپورونه رد کړي چې ګوندې منځني ختیځ ته د اضافي سرتېرو پر استولو غور کوي.

تردې مخکې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی چې سپینه ماڼۍ له ایران سره د مقابلې لپاره منځني ختیځ ته د ۱۲۰ زرو امریکايي سرتېرو د استولو پر امکان غور کوي.

​د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مې پر ۱۴مه په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل، دا مهال داسې کوم پلان نه‌ شته، خو که اړتیا شي، امریکا به تر دې زیات سرتېري واستوي.

دی وايي:​ "زه فکر کوم دا جعلي خبر دی. ایا زه به دا وکړم؟ حتماً! خو اوس موږ د دې لپاره پلان نه‌ لرو. هیله مې ده تردې به نه رسېږو چې داسې څه پلان کړو، خو که موږ دا کار کوو، موږ به تردې بیخي ډېر سرتېري واستوو، خو زه فکر کوم چې دا یو جعلي خبر دی."

د مې پر ۱۳مه نیویارک ټایمز ورځپاڼې د امریکا د حکومت د یوشمېر نوم پټو چارواکو له خولې ویلي وو، د دفاع سرپرست وزیر پیټریک شنهان تېره اوونۍ د ټرمپ د لوړو پوړو امنیتي چارواکو په غونډه کې په‌ دې اړه پلانونه وړاندې کړي دي.

د نیویارک ټایمز په وینا د څو پلانونو جزئیات وړاندې شوي او په‌ کې یو مهم انتخاب د ۱۲۰زرو سرتېرو استول دي چې اوونۍ او میاشتو کې بشپړېدای شي.

په راپور کې راغلي چې په‌ دې پلانونو کې د ایران د ځمکني اشغال غوښتنه نه ده شوې.

خو تر سپینۍ ماڼۍ زرګونه کیلومتره لېرې، د روسیې په ساحلي ښار سوچي کې د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د خپل امریکايي ساري مایک پامپیو کوربه و.

لاوروف د مې پر ۱۴مه له پامپیو سره په یوه ګډه خبري غونډه کې وویل، هیله لري چې دا راپور به حقیقت ونه‌ لري:

"هیله‌ مند یم چې حقیقتونه څرګند شي او منځني ختیځ ته د امریکا د پوځ د ۱۲۰ سرتېرو د استولو په اړه دا اوازې ريښتیا ونه اوسي."

​د امریکا او روسیې د بهرینو چارو وزیرانو په سوچي کې د مې پر ۱۴مه په لیدنه کې د امریکا د ۲۰۱۶ز کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د مسکو د لاس‌ وهنې پر ادعاوو، د ونزویلا پر وضیعت، د اوکراین پر کړکېچ او د شمالي کوریا د توغندیو د پروګرامونو په اړه هم خبرې کړي.

پامپیو وروسته د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره هم وکتل.

نوموړي د روسي ولسمشر ولادیمیر ته خبرداری ورکړی چې د امریکا د راتلونکي کال په انتخاباتو کې دې لاس‌ وهنه نه‌ کوي.

پوتین د امریکا په پخوانیو انتخاباتو کې یو ځل بیا د مسکو د لاس‌ وهنې ادعاوې رد کړې او ویې ویل، هیله لري چې د مسکو او واشنګټن اړیکې به ورغېږي.

خو د ایران په اړه په ټولیز ډول د روسیې او امریکا لیدلوری بدل دی.

مسکو له تهران سره ښې اړیکې لرې، خو واشنګټن په وروستیو څلورو لسیزو کې له تهران سره ډیپلوماټیکې اړیکې نه‌ دي پاللې.

په وروستیو کې منځني ختیځ کې د امریکا له‌ خوا د نویو پوځي تدابیرو خپلولو واشنګټن او تهران ترمنځ د کړکېچ د پراختیا اندېښنې زیاتې کړي.

امریکا سیمې ته الوتک لېږدونکې بیړۍ استولې او همدارنګه یې «بي ۵۲» بم غورځوونکې الوتکې هم قطر ته رسېدلې دي.

ولسمشر ټرمپ چې امریکا یې د ایران او د نړۍ د پیاوړو هېوادونو ترمنځ له اټومې تړون ایستلې، ایران په منځني ختیځ کې د بې ثباتۍ په هڅو او د ترهګرو په ملاتړ تورنوي.

امریکا پر ایران بندیزونه لګولي او د ټرمپ ادارې وايي، د ایران د خامو تیلو صادارت به صفر ته راکم کړي، څو پر دې هېواد اقتصادي فشار راوړل شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG