د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر وټس اېپ د انټرنیټي هېکرانو برید


وټس اېپ
وټس اېپ

د اړیکو نیولو لپاره د استعمالېدونکي وټس اېپ اداره وايي، انټرنیټي غلو یا هېکرانو د دوی په نظام کې له یو کمزورۍ ګټه اخیستې او په ځینو ټلیفونونو او نورو داسې وسیلو کې یې د څارنې لپاره آله لګولې وه.

دې کمپنۍ د مې پر۱۳مه ویلي چې د ملوېر په نامه دا آله د روانې میاشتې په پیل کې په ډاګه شوې وه او دې ځینې مخصوص وټس اېپ کارونکي په نښه کړي دي او دا کار یو ډېر پرمخ تللي اڼټرنیټي فعال کړی دی.

په نړۍ کې دا وخت یو نیم ارب کسان وټس اېپ استعمالوي.

یادې ادارې پر ټولو غږ کړی دی چې دا ستونزه یې حل کړې ده خو دوی دې بیا هم د ځان ساتنې لپاره خپل وټس اېپ تازه یا اپډېټ کړي.

په لندن کې فاینانشل ټایمز ورځپاڼې ویلي چې دا کار د – این ایس او ډلې – په نامه یو اسرایلۍ کمپنۍ کړی دی.

این ایس او ډلې په یو بیان کې ویلي، د دوی جوړ کړي شیان حکومتي جاسوسي او قانون عملي کوونکو ادارو ته لاس رسی ورکوي چې د ترهګرۍ او سخت دریځۍ د مخنیوي لپاره پلټنې وکړي.

په عین حال کې د بخښنې نړیوال سازمان – ایمنسټۍ انټرشنل – ویلي داسې پراخ ثبوتونه شته چې دا آله زورواکي رژیمونه د دې لپاره کاروي چې د بشري حقونو لپاره مشهور مبارزه کونکو او خبریان وڅاري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG