د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان هر دوهم ماشوم د خوړو کمی لري


له ارشیفه

د بلوچستان خوړو او غذايي نیوټریشن پروګرام چارواکي وايي، په دې صوبه کې د خوړو او غذاییت د کمۍ له وجې هر دوهم ماشوم د وړوکي قد او کم وزن ښکار دی.

د دې ادارې مشر ډاکټر امین مندوخېل مشال راډيو ته وویل چې په بلوچستان کې په ۵۱ فيصده ماشومانو کې د ویني کمي ده.

''د بلوچستان هر دوهم ماشوم د وړوکي قد ښکار دی نو داسې د هغه مغزه هم کمزوري وي. دغسې ۱۶ في صده ماشومان بدني کمزوري لري. په دې ماشومانو کې زیات کمی د وټامن اې، فولادو او فولیک ایسډ وي. موږ شاوخوا په هر روغتیايي مرکز کې د طاقت دا دوایانې ايښودې دي، بس یوازې خلکو کې پوهه راوستل دي چې راشي او دا دوایانې وړیا واخلي.''

د بلوچستان اواران سیمه
د بلوچستان اواران سیمه

امین مندوخیل وايي، د بلوچستان د ماشومانو د روغتیايي معیار مطابق د نه لوېدو وجې په خوړو کې د غذاییت کمی، پاکو اوبو نشتوالی، حامله داره میندو ته باقاعده روغتیايي درمل نه ورکول او د وچکالۍ له وجې کرکروندو ته زیان رسېدل دي.

د ملګرو ملتونو ماشومانو لپاره ادارې یونیسف یوه مشره پلوشه وايي، په بلوچستان کې ماشومانو ته د خوړو کمی بیړني حالت ته رسېدلی دی.

نوموړې وايي، له پنځو کلونو کم عمره په ۱۸ لاکو ماشومانو کې د نیمايي ماشومانو قد نه جګېږي او دغسې په دې کې شل فیصده ماشومان د خپل عمر مطابق وزن نه لري.

''په بلوچستان کې نیمايي ښځې د فولادو او وینې کمی لري. دغه ښځې چې ماشومان پیدا کړي نو په هغوی کې هم د دې شیانو کمی راشي. او بیا دا ماشومان قوت مدافعت نه لري. د دې ترڅنګ زموږ خلک دا پوهه هم نه لري چې ماشوم ته به لومړې شپږ میاشتې یوازې د مور شیده ورکول کېږي خو زموږ خلک ورته توره چائ او د ډبي شیده هم ورکوي او د بوتل استعمال هم کوي.''

په بلوچستان کې د ماشومانو او نفساتي ناروغیو ماهر ډاکټر غلام رسول وايي، د خوړو او غداییت له کمي سره مخامخ ماشومانو نه یوازې په بدن خراب اغیز کېږي بلکې نفسیاني مسلې ورته هم زیاتې وي. نوموړی وايي، د داسې ماشومان ذهني وده نه کېږي او یاداښت یې کم وي.

''د خوراک له کمي سره مخامخ ماشومانو قد وړوکی وي، د بدن اعضا لکه معده، زړه او دماغ د نورو په نسبت واړه وي. قوت مدافعت پکې کم وي او که واکسین یې نه وي کړی نو ټي بي، تور زېړی او ایچ ای وي غوندې ناروغۍ ورته ژر لګېدلی شي. جسماني فعالیتونه یې کم وي. داسې ماشومان چې لوی شي نو ورته د ډیپرېشن، ذهني تناو او شک بیمارۍ کېدای شي.''

په وروستیو کې ځینو ډاکټرانو مشال رېډيو ته ویلي ول چې په بلوچستان کې شاوخوا ۳۰ زره ماشومان د خوړو له کمي سره مخامخ دي خو نیوټرشن پروګرام مشر امین مندوخیل وايي، دا شمیرې تر دې زیاتې دي. نوموړی وایي، حکومت د بلوچستان په اوو ضلعو کې د خوړو او غداییت کمي مسلې هوارولو لپاره کارونه پیل کړي او نېږدې راتلونکې کې به دا نورو سیمو ته هم وغځوي.

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

په شمالي وزیرستان کې د رایو شمېرل پیل شو
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:34 0:00
تفصیل...
XS
SM
MD
LG