د مې پر ۱۳مه برسلز ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپېو د ناڅاپي سفر پر مهال د ایران په اټومي تړون کې شاملو اروپايي هېوادونو د واشنګټن او تهران ترمنځ د پوځي تناو په زیاتیدو اندېښنه وښوده.
د نړۍ له شپږو مقتدرو قوتونو یعنې امریکا، برتانیا، جرمني، فرانس، چین او روس سره د ایران اټومي لوظنامه په ۲۰۱۵م کال کې لاسیلیک شوې وه.
د برتانیا، فرانس او جرمني د بهرنیو چارو وزیرانو د مې پر ۱۳مه له پومپېو سره ملاقات وکړ، له دې وړاندې پرون څلورو واړو وزیرانو د اروپايي اتحادیې د بهرنیو تګلارو د مشرې فیدریکا موغیریني سره ګډه غونډه وکړه.
په دغه ملاقات کې د ایران اټومي تړون قایم ساتلو په هکله خبرې اترې وشوې.
د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر جیریمي هنټ وویل، دوی د داسې حادثاتي شخړې رامنځ ته کېدو خطر اندیښمن کړي چې یو اړخ یې هم د زیاتیدلو اراده نه لري.
موغیریني وویل مذاکرات یوازنۍ او بهتره لاره ده چې په ترڅ کې دې یې د اختلافاتو په اړه خبرې وشي او له تناو زیاتیدو ډډه وکړل شي.
نوموړې زیاته کړه چې دوی به د ایران اټومي تړون او د دې په مکمله توګه د عملي کولو ملاتړ جاري ساتي.