د لاسرسي ځای

تازه خبر

د علي وزیر پر مقدمه د کابلخېلو دړکه


د علي وزیر پر مقدمه د کابلخېلو دړکه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:50 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د شمالي وزیرستان د کابلخیلو قبیلي مشرانو پرون په یوه جرګه کې ویلي، که حکومت د پښتون ژغورنې تحریک پر یوه مخکښ او قامي اسمبلۍ پر غړي علي وزیر او د هغه پر ۱۲ ملګریو د کرم تنګي بند جوړولو پرضد له غونډې وروسته شوې مقدمه بیرته وانخیسته نو دوی به په راتلونکیو انتخاباتو کې خپلې رایې نه کاروي. د کابلخېلو مشر فقیر سلطان بېګاه ناوخته مشال راډيو ته وویل، دا مقدمه دوی د خپلې ټولې قبیلي پرضد ګڼي. په یاده مقدمه کې ویل شوي چې د مې پر لومړۍ نېټه د کابلخېل قبیلي او د پښتون ژغورنې غورځنګ غړيو د کرم تنګي ډېم جوړولو پرضد په غونډه کې علي وزیر او نورو کسانو په خپلو ویناګانو کې ولس د پاکستاني پوځ پرضد راپارولی وو خو علي وزیر او ملګرو یې پر هغوی لګېدلي تورونه رد کړي دي. د عمر دراز وزیر راپور

XS
SM
MD
LG