د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست ښار دوکاندارانو د ښاروالۍ ضد مظاهره وکړه


د خلکو د مظاهرې یوه څنډه
د خلکو د مظاهرې یوه څنډه

خوست ـ د مې پر ۱۲مه، د خوست ښار دوکاندارانو او کاروباریانو د ولایتي ادارې او د ښاروالۍ ریاست د چارواکو لخوا د دوکانونو د اوسپنې څادرو څخه د جوړو سیورو (سایه بان) د ماتولو په اعتراض کې ښار تړلی دی.

دوی همدارنګه د ښار په کوڅو کې د اعتراض په ډول وګرځېدل او تر څنګ يې د ښار په ګڼ میشته سیمه سرګردان چوک کې یوه اعتراضیه غونډه هم وکړه.

د خوست د ښاري اتحاديې یو تن مشر جمال تڼي مشال راډیو ته وویل، چې د دوکانونو مخې ته په شته سایه بان یا د اوسپنې څادرو په سیورو باندې مخکې د دوکاندارانو، ولایتي ادارې او ښاروالۍ سره تفاهم شوی وو او په خپلسر نه وو جوړ شوي.

دوکاندارانو خپلې هټۍ تړلي
دوکاندارانو خپلې هټۍ تړلي

دی وايي، مخکې لدې چې د دوکانونو مخې ته دا سیوري له منځه یووړل شي، باید پدې اړه د ښار له اتحادیو او دوکاندارنو سره تفاهم شوی وای.

حاجي جمال زیاتوي ولایتي اداره دې، د دې کار بخښنه وغواړي او دوکاندارانو ته دې د رسیدلي زیان تاوان ورکړي.

د ښار د تړل کیدو پدې اعتراضونو کې ځینې بې نظمۍ وې.

په ښار کې یو شمېر تنکي زلمیان چې د اوسپنې ډنډې ورسره وې او داسې ښکاریده چې د ځینو کسانو لخوا منظم تحریک شوي وو، د ښار په کوڅو کې ګرځېدل، بې نظمي يې جوړوله، دوکانونه يې په کاڼو ویشتل او ډریورانو به خپل ګاډي د دې کسانو د ګوزارونو له ویرې یو بل ځای ته ځغلول.

د مظاهرې یوه بله څنډه
د مظاهرې یوه بله څنډه

د ښار دوکاندارنو ویل، لکه څرنګه چې دوی پر ځان قانون پلی کوي، په همدې ډول حکومتي ادارې هم باید قانون ته ژمنتیا ولري.

یو بل دوکاندار عبدالطیف منګل وویل، دوکانداران هغه خلک دي چې دولت ته مالیه ورکوي نو د دې سرغړونې له کبله د اوښتي زیان جبران دې اداره ورکړي.

لاریون کوونکو او معترضیو دا هم وویل، چې د ښار د اوسپنې څادرو سیوري د شپې لخوا مات شوي او لدې سره دوکانونو ته زیان اوښتی دی.

د ښار د یوې بلې اتحادیې مشر الف شاه منګل وايي، ښاروالي او ولایتي اداره باید د دې خپلسرۍ ځواب ووايي.

د سید خان په نوم یو بل دوکاندار وايي، چې پدې کار کې دوکانونه زیانمن شوي او ځینې سامانونه ورک او ځینې هم په بیدیاوو کې پراته دي .

د جنت ګل په نوم یو مدني فعال وویل، نظام له ولس جوړ دی، نو چارواکي او ښاروالي باید د خپلو پروګرامونو څخه ولس خبر کړي او داسې کار چې د ولس او نظام اړیکه زیانمنوي ترسره نه شي.

د محمدرحیم میاخېل په نوم د ښاري صنفونو یو استازی وايي، دوی څه موده مخکې په ښار کې په ځینو قانون ماتونو او د مامورینو لخوا په غیر قانوني پیسو اخیستلو باندې اعتراض کړی وو، اوس ښاروالۍ پدې عمل سره له دوکاندارانو او د ښار له اتحادیو غچ واخیست.

په ښار کې کاروباریان هم وايي، چې حکومتي ادارې باید داسې عمل ونکړي، چې له هغې خلکو ته تکلیف جوړ شي.

بهادر چې په ښار کې څوکیدار دی وايي، د ډېرو دوکانونو دروازې او شیشې ماتې شوې او ممکن پیسې ترې ورکې شوې وي.

د ده په ونیا پدې څپرو کې څراغونه لګیدلي وو، د برېښنا کار په کې شوی وو او ټول له منځه ولاړ.

بل لوري ته ولایتي ادارې د شنبې په ورځ رسنیو ته د حکومتي ادارو یوه ګډه اعلامیه لیږلې وه، چې په هغه کې د ښار د نظم، پاکوالي او ښکلا لپاره د ځینو اقداماتو یادونه شوې وه او له ښاریانو يې غوښتي ول، چې پدې برخه کې ورسره همکاري وکړي.

یاده دې وي، خوست ښار چې په پخوانی نقشه د نسبتاً لږ نفوس لپاره اباد شوی، د دوکاندرانو لخوا د پیاده رونو بندښت او په پیاده رونو کې د سوداوو خرڅول په ښار کې د ډېرې ګڼه ګوڼې لامل شوي او په ټوله کې يې ښاریان له ستونزو سره مخامخ کړي دي.

که څه هم د سایه بانو په ماتولو د ښار دوکاندارنو او کاروباریانو اعتراض کړی، خو په ټوله کې ولس او ښاریانو په کراتو غوښتنه کړې، چې پیاده رونه خلاص او د پیاده رونو سایه بانونه ځکه لیرې کړي، چې دوکاندارن توکي ورځوړندوي او تلونکو کسانو په مخکې يې مزاحمتونه پیدا کړي دي.

XS
SM
MD
LG