د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې ۱۳ ښوونځیو لپاره د ودانیو جوړول پیل شول


خوست ـ د مې پر څلورمه، د خوست د مرکز اړوند متون او شمل همدارنګه د صبریو او باک په ولسوالیو کې د ۱۳ ښوونځیو لپاره د ودانیو د جوړولو کار پیل شو.

یاد ښوونځي چې د ولسي تړون د اقراء د برنامې په چوکاټ کې جوړیږي، ټول ورباندې ۷۸.۲ میلیونه افغانۍ لګښت راځي.

په خوست کې د ولسي تړون د پروګرام مسوولین وايي چې ډېر ژر به د ۱۱۷ نورو ښوونځیو لپاره هم د ودانیو د جوړولو کار پیل شي.

د خوست په بیلابیلو ولسوالیو او سیمو کې د ۱۳ ښوونځیو لپاره د ودانیو د جوړولو د کار د پیل مراسم د لکڼو د سرکي بوړیو په سیمه کې نیول شوي ول.

د سرکي بوړیو د ښوونځي له فعالیت چې پنځلس کاله تیریږي او له دولسم ټولګي څخه يې څو دورې پیغلې او ځوانان فارغ شوي، یوازې پنځه سیوري، یوه زړه کوټه چې د ادارې استفاده ځینې کوي او درې د اوسپنې کانتینرونه لري.

دا ښوونځی د غره په ډډه کې دی او ډیری زده کوونکي يې د ونو سیورو ته کیني او هلته زده کړه کوي.

د یاد ښوونځي امر محمد عیسی په خپلو خبرو کې وویل، چې پدې ځای کې ښوونځي لپاره د ودانۍ جوړول يې د پنځلسو کلونو ارمان وو او په هره غونډه او ناسته کې يې پدې اړه چارواکو ته غوښتنې وړاندې کړي دي.

د ده په وینا چې د دوی د یاداشتونو له مخې په تېرو پنځلسو کلونو کې د بارانو او طبعي پېښو له کبله یاد ښوونځی ۴۱۰ ورځې رخصت شوی او د زده کوونکو وخت يې ضایع شوی دی.

د افغانستان د نورو ولایتونو په شان خوست کې هم د ښوونځیو د ودانیو کمښت د ښوونیز بهیر اغېزمنتوب زیانمن کړی او د یوې جدي ستونزې په توګه پاتې شوې ده.

د خوست د پوهنې رییس نصیراحمد روښان مشال راډیو ته وویل، د خوست شپیته سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري او زده کوونکي يې په خلاصه فضا کې لمر، باد او باران ته زده کړې کوي.

ده زیاته کړه، د ولسي تړون د اقراء برنامې په چوکاټ کې ټولو ښوونځیو ته د ودانیو جوړول پلان شوي او د دې کال تر پایه ډیریو ښوونځیو ته ودانۍ جوړې شي.

د خوست د کلیو پراختیا رییس اضغر ځاځي وویل چې دا پدې ولایت کې د ۲۱۹ ښوونځیو لپاره د ودانیو د جوړولو یوه برخه ده، چې ولسمشر غني يې پدې ولایت کې یوې ولسي غونډې ته د جوړولو یادونه کړې وه.

ده وویل، د سرکیو بوړیو د نجونو ښوونځي لپاره د ودانۍ د جوړولو تر څنګ د خوست په یو شمېر نورو ولسوالیو کې هم ۱۲ ښوونځیو ته د ودانیو د جوړولو کار پیلیږي:

"دا د هغو ښوونځیو لړۍ ده چې ولسمشر غني یې د جوړولو اعلان کړی وو، نن خوشبختانه ۱۳ ښوونځیو لپاره په مختلفو سیمو کې چې له هغې جملې دلته د لکڼو د سرکیو بوړیو، همدارنګه ۸ ښوونځي په صبریو کې، ۳ ښوونځي په باک ولسوالۍ کې یو په مرکز شمل کې نن عملاً چارې پیل کیږي، چې مالي لګښت يې ۷۸.۲ میلیونه افغانۍ کیږي."

اضغر ځاځي له ځايي خلکو او د یاد ریاست له انجینري ټیم وغوښتل، چې د دې پروژو ودانیزې چارې وڅاري او که ستونزه يې درلوده، دوی سره دې مالومات شریک کړي، تر څو په اړه يې لازم اقدامات ترسره شي.

په خوست کې د ولسي تړون د پروګرام مشر اسدالله سلیمي وویل، چې د دې ودانیو تر څنګ به ډېر ژر د ۱۱۷ نورو ښوونځیو لپاره د ودانیو د جوړولو کار پیل شي.

یو تن ځايي مدني فعال لاهور لکڼوال بیا په خپلو خبرو کې د دوی د کلي ښوونځي لپاره د ودانۍ د جوړولو د کار په پیل خوښي څرګنده کړه او د رسنیو له خبریالانو يې وغوښتل، چې د دې سیمې نورې ستونزې هم مسوولینو ته ورسوي.

یاده دې وي، دا مهال په خوست کې ۳۵۷ دولتي او ۱۱۰ خصوصي ښوونځي فعالیت لري، چې خواوشا درې نیم لکه زده کوونکي په کې چې درېمه برخه يې نجونې دي، په زده کړو بوخت دي.

XS
SM
MD
LG