د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کوهاټ خلک وايي په روژه کې ګراني زیاته شوې ده


د کوهاټ ارزان بازار

د خیبر پښتونخوا د کوهاټ اوسېدونکي وايي ، د نورو سیمو په څېر هلته هم د روژې له راتګ سره سم د خوراک څښاک د توکو قېمتونه زیات شوي دي.

د کوهاټ اوسېدونکي وايي ، که څه هم حکومت نرخنامې جاري کړې دي خو دوکانداران پرې هیڅ عمل نه کوي.

د کوهاټ ضلعي انتظامیې ولس ته د ارزان بیه توکو لپاره د زوړ جېل په سیمه کې ارزان بازار جوړ کړی دی خو خلک وايي هلته هم هیڅ ارزاني نشته بلکې شیان د نور بازار پرتله په زیات قېمت خرڅېږي.

دوکانداران وايي ، که چېري دوي ته سبزۍ او نور څه په ارزان قېمت ترلاسه شي نو دوي به یې هم په دې بازار کې په ټیټ قېمت خلکو ته ورکړي.

د کوهاټ ايډيشنل اسسټنټ کمېشنر طاهر علي مشال راډیو ته وويل چې د حکومت له اړخه دوکاندارانو ته رعایت ورکولو څه پرېکړه نه ده شوې خو په دې اړه يې له تاجرانو سره خبرې شوي دي چې هغوي به د ارزان بازار دکاندارانو ته په ارزانه بيه سامان ورکوي.

ده وویل ، “موږ دې دکاندارانو ته خپل لیک ورکړی دی ، دوي ته به شیان له منډۍ په ارزان قېمت ورکول کېږي او دا وړاندیز د منډۍ مشر کړی وو.”

د پاکستان په یو شمېر ښارونو کې ځايي ولس د روژې په میاشت کې د قېمتونو له زیاتوالي سر ټکوي. حکومت هم په ځینو ښارونو کې ارزان بازارونه جوړ کړي او هم وايي چې تر حکومتي نرخنامې په زیات قېمت شیان پلورونکو پرضد به ګامونه پورته کوي.

XS
SM
MD
LG