د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ګارد وايي، تهران به هېڅ کله له امریکا سره خبرې ونه کړي.
ایراني لوري دا خبرې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وروستیو څرګندونو په اړه په غبرګون کې کړي دي.
د واشنګټن او تهران ترمنځ کړکېچ د زیاتېدو په حال کې دي.
د ایران د دې پیاوړي ځواک مرستیال مشر یدالله جواني د مې پر۱۰مه ویلي، له امریکا سره به هېڅ ډول مذاکرې ونه شي.
د جواني دا خبرې د ایران خبري اژانس تسنیم خپرې کړي دي.
جواني همدا راز ادعا کړې چې امریکا به هېڅ کله د ایران پرضد د پوځي اقدام جرات ونه کړي.
تر دې یوه ورځ وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وویل چې ایراني چارواکي دي ټيليفون ورته وکړي.
ټرمپ د ایران پرضد د پوځي اقدام امکان هم رد نه کړ.
خو ويې ویل چې له ایراني لوري سره خبرو ته تیار دی.
ټرمپ د مې پر نهمه په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: "هغوی باید زنګ را ووهي او که داسې وکړي موږ خبرو ته تیار یوو، موږ هېڅ پټه خبره نه لرو."
ډونالد ټرمپ تقریباً یو کال مخکې له ایران سره د نړیوالو قدرتونو له اټمي موافقې ووت.
له هغه راهیسې د تهران او واشنګټن په اړیکو کې کړکېچ زیات شوی دی.
د امنیت شورا پنځو دایمي غړو او جرمني په ۲۰۱۵ز کال کې له ایران سره د اټمي فعالیتونو په اړه د جوړ جاړي هوکړه وکړه.
د هوکړې پر اساس به ایران د خپلو اټمي پروګرامونو فعالیت محدوداوه او نړیوالو به پر ایران بندیزونه کمول.
خو ټرمپ وویل چې په هوکړه کې د ایران د مزاییلو پروګرام او له ترهګرۍ ډلو د ایران د ملاتړ مسئله نه وه ځای شوې، له دې امله یې کمزورې وبلله او امریکا یې ورڅخه وایسته.
د امریکا حکومت مې پر۱۰مه وویل چې خپلو ګټو ته د ایران د تهدید له امله یې د سمندري قواوو یوه ډله سیمې ته استولې ده.
د روېټرز خبري اژانس په وینا، د امریکا د سمندري ځواکونو ډله د مې پر نهمه د سویز تر کانال تېره شوه.
د رپوټونو په حواله، د امریکا (بي ۵۲) ستراتيژيکي بم غورځوونکې الوتکې هم د مې پر۱۰مه په قطر کې د امریکايي ځواکونو په پوځي اډې سنټ کام کې ښکته شوې.