د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر تورخم سفر کونکي له پاکستانیو عسکرو سر ټکوي


د تورخم پخوانی عکس
د تورخم پخوانی عکس

د خیبر قبایلي ضلعې پر تورخم دروازه افغانستان ته تګ راتګ کونکي وايي ، هلته ګمارل شوي پولیس له دوي سره ښه چلند نه کوي او بې ځایه یې تنګوي.

یو شمېر مسافرو ، سوداګرو او موټر چلوونکو مشال راډیو ته وویل چې په پولیسو ګډ شوي خاصه دار او لیویز وهل ټکول لا هم کوي.

د خیبر ټرانسپورټ اتحادیې مشر شاکر اپریدي وویل ، “ د روژې په دې میاشت کېاو په سخته ګرمي کې هم په تورخم کې په زرګونه خلک افغانستان ته د تلو پر وخت ځورول کېږي.”

نوموړي وویل ، “ پر هر چیک پوسټ لهډریورانو په غیر قانوني توګه پیسې اخیستل کېږي خو چې هغوي انکار ورته وکړي نو بیا وهل ټکول راسره کېږي.”

په تورخم کې یو تجار واحد شینواری وايي له مسافرو سره د خاصه دارو چلند ښه نه دی او په کار ده چې دوي ته تربیت ورکړل شي.

افغانستان ته سازمان وړونکی یو ډرایور پردیس خان په دې اړه وايي ، “زه مېوې او سبزۍ وړم او راوړم ، وهي او ټکوي مو ، سپکې سپور راته وايي او موږ له بې عزته کېدو د ځان ساتلو لپاره پیسې ورکوو.”

دا په داسې حال کې ده چې په دې ورستیو کې پر ټولنیزو رسنیو یو داسې ویډیو خپره شوې چې د خاصه دار ځواک یو غړی پکې افغان مسافر وهي او ښکنځل ورته کوي.

ځايي چارواکو د دې پېښې پخلی کړی دی او وايي چې دا دوې اونۍ وړاندې رامنځ ته شوې وه.

د خیبر قبایلي ضلعې د لواړګي مرسیتال کمشنر محمد عمران وایي ، “موږ هلته د خاصه دارو او لیویز د هر تیري نوټس اخیستی او چې کوم خاصه دار یو مسافر وهلی او ټکولی دی هغه مو له نوکرۍ معطل کړی دی”.

محمد عمران وویل چې که هر عسکر یا چارواکی هلته سم کار او چلند نه کوي نو هلته یې نه پرېږدو.

د خیبر وګړي او هلته تګ راتګ کونکي وايي ، د ویزو شرطونو ستونزې لا پسې زیاتې کړې دي او افغانستان ته تګ راتګ ډېر ګران شوی دی.

دوي غوښتنه کوي چې د پاکستان حکومت دې په تورخم کې نرمي وکړي او هم دې هلته له تګ راتګ کونکو سره د بد چلند مخه ونیول شي.

د پاکستان وزیر اعظم عمران خان اعلان کړی دی چې په راروانو څو میاشتو کې دننه به د تورخم دروازه شپه او ورځ خلاصه کړي چې هم کاروبار وده وکړي او هم د عامو خلکو لپاره په سفر کې اسانۍ پیدا شي.

XS
SM
MD
LG