د لاسرسي ځای

تازه خبر

سياسي مشران نه بلکې ايين ماتونکي غداران دي: عثمان کاکړ


د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سیاستوال او سېنېټر عثمان خان کاکړ
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سیاستوال او سېنېټر عثمان خان کاکړ

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سیاستوال او پښتونخوا ملي عوامي ګوند د پښتون ژغورنې غورځنګ په اړه د پاکستان پوځ ویاند مېجر جنرال اصف غفور پر څرګندونو انتقاد کړی دی.

نوموړي په پنجشنبه د سېنېټ عمومي غونډې ته په وینا کې وویل، د غورځنګ مشرانو ته د غدار ویلو پرځای دې ریاست د پښتنو مسلې هوارې کړي او له ټول هېواده ورک کسان دې عدالتونو ته حاضر کړي. جنرال غفور د اپرېل پر ۲۹مه په پېنډۍ کې خبري غونډې ته په وینا کې تور پورې کړی وو چې پښتون ژغورنې غورځنګ ته د هند او افغانستان استخباراتي ادارې پیسې ورکوي. غورځنګ دا تور رد کړی وو او نوي دلي او کابل یې په غبرګون کې څه نه دي ویلي.

سېنېټر عثمان کاکړ وايي په ملک کې د یوشمېر سیاسي ګوندونو مشرانو او غړیو ته غدار ويل کېږي خو اصل غداران هغه کسان دي چا چې د دې ملک ايين یې مات کړ او مارشلاء ګانې يې لګولې وې.

د زيارټ په ورځ د سېنېټ غونډې ته سېنېټر عثمان خان کاکړ وويل د جي اېم سید، حاصل بزنجو، محمود خان اڅکزي، اسفنديار ولي خان، مولانا فضل الرحمن او یوشمېر نورو سياسي مشرانو ته غداران ويل کېږي خو هغه چا چې واقعي له ملک سره يې غداري کړې او ايين يې مات کړی هغوی ته له وطن سره مينه لرونکي ويل کېږي.

د نوموړي وينا وه هر سياسي تن ته غدار ويل کېږي نو ایا یوازې اسټبلشمنټ له دې ملک سره وفاداره دی. غداران خو ضیاءالحق، یحیا خان او پروېز مشرف ول چې د ملک ايين يې مات کړو او په ملک کې یې مارشلاء ولګولې او غداران خو هغه ريټايرډ جرنيلان دي چې د مارشلاء مرسته يې کړې ده. څو ورځې وړاندې ډي جي ای اېس پي ار اصف غفوریوه ګوند ته پېغور ورکړو چې راو انوار د چا بچی وو نو ورته ويل غواړم چې راو انوار ستاسو پر ايجنډا کار کولو.

د عثمان کاکړ پر وينا که سياسي خلکو کله هم د بېوزله ولس د حقونو او د خپلو جايزو اختياراتو لپاره اواز پورته کړی نو د غليکولو لپاره پرې د غدارۍ ټاپه لګول کېږي.

د سېنېټر عثمان کاکړ د څرګندونو په غبرګون کې چې ولې په پاکستان کې تل د سياسي ګوندونو پر غړیو د غدارۍ تورونه لګېږي نو خبریال شمیم شاهد له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل چې مقتدرو قوتونو هميشه دا کوښښ کړی چې واک او اختيار د هغوی په لاسونو کې وي نو تر یوه منصوبه بندۍ لاندې سياستدانان بدنامول کېږي.

د نوموړي په وينا پاکستانۍ رسنۍ هم د دغه برلاسو قوتونو تر دباو لاندې دي او د هغوی د مېډیا له لارې نه یوازې سياستدانان بدناموي بلکې د غدارۍ تورونه هم پرې لګوي.

د دفاعي چارو کارپوه ريټايرډ برېګېډير سید نظير وايي د ملک سياسي ګوندونوله اولې ورځې راهیسې دا کوښښ کړی چې د مقتدر قوتونو په مرسته ځان په واک کې راولي خو چې کله يې بیا له دغه قوتونو سره اړيکې خرابې شي نو دا هم یوه وجه ده چې پرې دا قسمه تورونه لګېږي.

د سید نظير په وينا د سياسي ګوندونو پر مشرانو د غدارۍ تورونو له لګولو ډډه کول پکار ده ځکه چې ګټه يې نه خو د دې ملک ولس او نه جمهوريت ته رسي بلکې د سياسي ګوندونو پر مشرانو د ولس اعتبار کمېږي.

XS
SM
MD
LG