د لاسرسي ځای

تازه خبر

مقدمې مو نه شي پر شا کولی: علي وزیر


د پښتون ژغورنی غورځنګ یو مخکښ علي وزیر او د هغه ملګري وايي چې په شمالي وزیرستان کې د دوی پرضد کښل شوې مقدمه یې د ولس لپاره له روانې مبارزې نه شي پرشا کولی. دوی وايي د ولس غوښتنو لپاره یې پرامنه لاریون کړی دی او پر دوی لګېدلي تورونه یې رد کړل. بلخوا په وزیرستان کې د وزیرو ګرانډ جرګيغړیو هم له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، که یې علي وزیر نیولی د وزیرستان ټول ولسونه به له هغه سره جېل ته درومي.

له مشال راډيو سره په خبرو کې علي وزیر وویل، چې په شوه تحصیل کې ګرانډ جرګې غونډه کړې وه او لویه غوښتنه یې دا ده چې د کورم ډېم له جوړېدو سره د دوی سیمې تر اوبه لاندې کېږي او ولس په دغه جلسه کې خپل فریاد کولو چې دوی دې تر اوبه نه لاندېکول کېږي. د علي وزیر په وینا چې هغه یوه پرامنه غونډه وه او په مقدمه کې چې پر ده څنګه تورونه لګول شوي دي هغه سم نه دي.

ده وویل: (کوم داسې ځای پاته دی چې دوی نه دی متاثره کړی. د ډېم په حواله سره به دا ووایم چې هلته ډېره زیات خلک اوسي، په پاکستان کې ډېر نور ځایونه هم سته. د ډېم له جوړېدو سره د شوا تحصيل په لاکونو خلک اغېزمنېږي.موږ له خپل ولس سره مینه لرو او د هغوی د حقونو لپاره به له مبارزې کله هم پر څټ نه شو. دا اوس چې دوی څه کړي دي غیرقانوني یې کړي دي. هغه پروګرام د ګرانډ جرګې وو، د پي ټي اېم نه وو. د هغه پروګرام ویډيو سته. تاسو یې وکسئ، دوی چې کوم الزامات لګولي دي داسې هېڅ هم نه شته. په هغه کې ولس د خپلو حقونو لپاره اواز اوچت کړی دی. او دوی ته دا د منلو وړ نه ده چې ولس دې راووځي. او موږ به کله هم د خپل قوم له نمایندګۍ پرڅټ کېږي نه.)

د کورم ډېم ضد ولسي غونډه
د کورم ډېم ضد ولسي غونډه

علي وزیر په سېشنبه له ډيوه راډيو سره په خبرو کې ویلي ول دوی د ډېم جوړولو پرضد نه دي خو له حکومته غوښتنه کوي چې اول دې د دغه ولس یو بندوبست وکړل شي.

هغه زياته کړه سيمې ته د خېبرپښتونخوا وزيراعلی محمود خان او د هغه سره قومي وزيران چې د مارچ په مياشت کې ورغلي وو دوي ته يې باور ورکړی چې څو پورې د علاقې خلک نه وي رضا، په ډېم به کار نه کیږي خو بل لور ته پر ډېم لاهم کار روان دی.

د علي وزیر په وینا ياده یاده سیمه ترهګرۍ او ورپسې پوځي عملياتو [راه نجات او ضرب عضب] سخته وځپله. د ده په وینا د دوی د سيمې مشران به د خپلې علاقې د مسلو هوارولو لپاره رايوځای کېږي، جرګې به کوي او که مقدمې پرې کښل کېږي نو د هغې به له قانوني لارې مقابله کوي.

د کورم ډېم ضد ولسي غونډه
د کورم ډېم ضد ولسي غونډه

د شمالي وزیرستان شوه اوسېدونکی ریاض خان وايي، د ډېم پرضد یې له تېرو شپږو میاشتو راهیسې احتجاج روان دی. په هغه غونډه کې د سیمې ټول ولس ګډون کړی وو او نن د ټولې سیمې مشران ورسره ولاړ دي. دی زیاتوي، ''په هغه غونډه کې د کابلخېلو مظلوم خلک ولسونه موجود ول چې هغه خلک په دې ډېم کې ډوبېږي. له موږ سره ټول کابلخېل قام ولاړ دی. هغه ټول قام وايي چې تاسو څه وخت جېل ته ځی موږ ټول قام جېل ته درسره ځو.''

ریاض خان وویل چې دا په شمالي وزیرستان کې لومړی اېف ای ار دی چې په پرامنه احتجاجیانو کاټ کړل شو.

په شمالي وزيرستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر مخکښ مشر او د قامي اسمبلۍ غړي علي وزير په ګډون د هغه پر ۱۲ ملګرو باندې مقدمه درج شوې ده.

ضلعي پوليس مشر کفايت الله وزیر د استخباراتي راپورنو پر بیناد د پي ټي اېم د مخکښانو خلاف د ميرعلي په تاڼه کې مقدمه کښلې.

د مقدمې پاڼه
د مقدمې پاڼه

د مشال راډيو خبریال د ځايي چارواکیو له خولې د دې اېف ای ار پخلی کړی دی. په اېف ای ار کې کښل شوي چې دوی لر او بر یو افغان نارې وهلې، یه جو دهشتګري هې اس کې پیچې وردي هې او د ریاست پرضد یې ولس پارولی.

په مقدمه کې ویل شوي د روانې (مې مياشتې) پر لومړۍ نېټه د شوا تحصيل کابلخېل قام ټولو ټبرونو او د پښتون ژغورنې غورځنګ غړيو د کورم تنګي ډېم جوړولو پرضد غونډه کړې وه چې پکې علي وزير، رياض خان او قاسم خان په خپلو ویناګانو کې ولس د پاکستاني پوځ پرضد په بغاوت راپارولي دي.

د پي ټي اېم د مشرانو او غړو پرضد له دې وړاندې هم مقدمې درج شوی خو د علي وزير او هغه سره نورو کسانو پرضد دا مقدمه په داسې وخت کې درج شوې ده چې يوه اوونۍ وړاندې د پاکستان د پوځ ویاند په پي ټي اېم سخت تورونه لګولي ول.

د پوځ وياند مېجر جنرال اصف غفور ویلي ول چېپي ټي اېم ته د افغانستان او هند استخباراتي ادارې پېسې ورکوي. د هغه په وینا، "دا چې دوی د خلکو په لاسونو کې لوبېږي د دوی وخت ختم او پروړاندې به یې قانوني چلند کېږي."

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو د پوځي وياند تورونه رد کړي او ويلي يې دي چې دوی هر ډول احتساب ته تیار دي.

XS
SM
MD
LG