د بلوچستان په هرنايي سیمه کي له ډزو او چاودنې د دوو سرحدي عسکرو په ګډون پنځه کسان وژل شوي دي او یو کس ژوبل دی.
له کوټې ۹۰ کلومیټره شمال ختیځ پلو د هرنايي په خوست سیمه کې د زیارت په ورځ لومړی ناڅرګندو وسله والو د کویلې (سکرو) پرکارکونکیو ډزې وکړې او دوه تنه سید شاه او حبیب الله یې ځای پر ځای ووژل او یو بل تن شېر عالم یې ژوبل کړ.
د پېښې له اطلاع سره سم چې کله د سرحدي عسکرو یو ګاډی د پېښې خوا ته روان وو نو په لار کي یې په موټر پسې چاودنه وشوه چې له امله یې دوه سرحدي عسکر او یو ولسي وګړی ووژل شول. د پېښې ورسته د سرحدي عسکرو غړي مړي په څرخي الوتکه کې پښين ته ورسول شول. هلته یې د جنازې لمونځ وشو او وروسته یې دغه مړي خپلو پلرګنیو سیمو ته ولېږدول.
پر پېښه د بلوچستان کورنيو چارو صوبايي وزیر میر ضیاء لانګو خواشیني ښودلې او د پېښې په اړه یې راپور غوښتی دی. د دې ترڅنګ یې د هرناي چارواکیو ته امر کړی دی چې په پېښه کې تورن کسان دې سمدلاسه ونیسي. یاد وزیر امر کړی چې په سیمه کې دې د کانکیندونکیو امنیت خونديکولو لپاره ځانګړي ګامونه واخیستل شي.